Homeخبرونهچارواکي: کندهار کې د ۶ بهرنیانو په ګډون ۷۰ طالبان وژل شوي

چارواکي: کندهار کې د ۶ بهرنیانو په ګډون ۷۰ طالبان وژل شوي

تاند (شنبه، د جدي ۲۰) کندهار کې د ملي امنیت صفر درې قطعه وايي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د عملیاتو پرمهال ۷۰ طالبان وژلي دي.

سرچینه وایي دا عملیات یې د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ اړوند، چرخ آب، خندق او خاک تپه سیمو کې ترسره کړې دي.

د سرچینې په خبره په وژل شویو طالبانو کې درې پاکستانیان او درې چیچنایان هم شامل دي.

کندهار کې د صفر درې قطعه وايي چې د عملیاتو پر مهال زیات شمېر طالبان ټپیان شوي هم دي.

بل لورته د کندهار امنیه قومندان تادین خان رسنیو ته ویلي، وسله والو طالبانو د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونه پر پوستو تر برید وروسته د افغان ځواکونو له هوايي او ځمکنیو ځوابي بریدونو سره مخ شوي دي.

د تادین خان په وینا د یادو ځوابي بریدونو پایله کې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترسره شوي ۳۲ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شول.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...