سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني وایي له ټاکنو پرته به هېڅکله واک چاته ونه لېږدوي

ولسمشرغني وایي له ټاکنو پرته به هېڅکله واک چاته ونه لېږدوي

تاند(شنبه، د جدي ۲۰) افغان ولسمشر محمد اشرف غني له سي ان ان تلوېزیون سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې له ټاکنو پرته به واک هېڅکله هم بل چاته ونه لېږدوي.

ولسمشر ویلي “یواځینی موخه مې دا ده چې د خلکو د ارادې په اساس واک ټاکل شوي ځایناستي (راتلونکي ولسمشر) ته وسپارم”.

هغه وايي، افغانستان اوس هغه ټولنه نه ده چې طالبان یې په اړه فکر کوي.

غني په دې مرکه کې دغه راز ویلي 《زما د واکمنۍ له پیل څخه تر دې دمه ۴۰ زره ملکي او نظامي افغانان وژل شوي چې ستر اکثریت یې سرتیري دي.》

ولسمشر زیاته کړې چې په دغه ټوله موده کې یوازې ۹۸ بهرني سرتیري وژل شوي چې تېر ۲۰۲۰ کې دا شمیره بیخي صفر ته را ښکته شوې ده.

ولسمشرغني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، تازه ګلبدین حکمتیار بیاځلې د نظام د بدلون خبرې کړې دي.

حکمتیار د سولې راتګ لپاره د نظام بدلون یواځینۍ ښه لاره بللې ده.

هغه ویلي د نظام له بدلون پرته د سولې راتګ ناشونی دی.

بل لورته طالبانو هم ویلي چې د سولې په خبرو کې باید افغانستان د راتلونکي نظام په اړه پرېکړه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې نن دوحه کې د افغان حکومت او طالب پلاوي ترمنځ د سولې د دوهم پړاو خبرو پر اجنډا بحثونه پیل شي.

2 COMMENTS

  1. دا څنګه نیول دي چې جنایي پیښو کې هیڅ کموالی نه راځي، موږ تر هغې پورې د صالح یوه خبره نه منو ترڅو په افغانستان او خصوصاً کابل کې ډادمن امنیت او مثبت تغیر نه وي راغلی؟
    ژونـــــــــــــــــــــــــدی دې وي لـــــــــــــــوی افــــــــــــــــغانستان

  2. متاسفانه د افغانستان د ورانولو او تخریب په چارو کې متخصص ښاغلی انجنیر ګل بدین حکمت یار تل د ملي ګټو پرخلاف او د پنجابیانو په فرمایش د افغانستان د سیاسي اقتصادي نظام د بدلولو خبرې کوي . کومه خبره چې عمران خان ، جنرال باجوه او د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان د مؤقت حکومت او نظام د بدلولو په هکله وکړي ، نوموړی انجنیر ، د یویشتمې پېړۍ پیر لارنس سید اسحق ، خلیفه عطامامد نور او ټالبان د هغوی خبرې لکه طوطیان یوه په یوه تکراروي .
    مونږ په افغانستان کې یوځلې د دغه شوم نوم په راتلو سره د افغانستان درې نیم سوه کلن نظام ، مجهزه او مجربه ملي اردو سره له ټولو تجهیزاتو او امکاناتوله لاسه ورکړل چې د هغوي له ډاره نه باجوه ګانو ته خوب ورته او نه یې بړېڅو ته .
    ټول اقتصادي شته او ظرفیتونه مو له لاسره ورکړل . په زرګونو ځوانان او بېګناه انسانان شهیدان او په میلیونونو نور جبري مهاجرت ته اړ کړل شول. د بشریت په تاریخ کې ترټولو فجیح او زشت اعمال لکه د هلکانو سره نکاح کول ، د خلکو په سرونو د مېخونو ټکوهل ، قص مرده ، له ښځو نه د تیانو پرېکول ، د انسانانو د غوښو خوړل ، د حامله ښځو د اولاد دې زېږون نندارې ، چور ، چپاول ،غلا ګانو ، د لویو ښارونو او ټولو دولتي تاسیساتو له منځه وړل او نور رنګارنګ جنایتونه د موقت حکومت له لاسه واقع شول . مونږ هېڅکله دا تجربې نورې نه غواړو.
    د نظام جوړول آسانه کار ندی، دوی دې له منطق نه کارواخلې د نړیوالو له تجربو او د تاریخ له درسونو نه یو څه زده کړي ، د پاکستان دا اوسنی انګرېز جوړ کړی نظام پدې اویا کلونو کې ولې کاملا له منځه ندی تللی او ثابت پاته دی؟
    البته د دولت د مشرانو وخت د قانون پراساس پوره کیږي. که کوم ولسمشر او یا بل څوک ښه خدمت نشي کولی ، بل ځل دې داسې څوک انتخاب کړي چې د ملت او ولس د خوښې وړ وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب