سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح وایي د یوسف رشید قاتلین نیول شوي

امرالله صالح وایي د یوسف رشید قاتلین نیول شوي

تاند (شنبه، د جدي ۲۰) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ پخواني مشر یوسف رشید او د افغان هوايي ځواک د یو تن پیلوټ د قتل په تور یې درې تنه نیولي دي.

صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی.

نوموړي په دې اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي خو زیاتوي چې د نیول شویو کسانو په اړه به ډېر ژر د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت له لوري معلومات خپاره شي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر یوسف رشید څه مودت وړاندې په کابل کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

د یوسف رشید وژل کېدو ګڼ غبرګونونه هم له ځانه سره لرل.

عام افغانان له حکومت نه غواړي چې د وروستیو پېښو عاملینو ته سخته سزا ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب