یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد مصالحې عالي شورا وایي؛ دوحه کې له طالبانو سره اساسي بحثونه...

د مصالحې عالي شورا وایي؛ دوحه کې له طالبانو سره اساسي بحثونه پيل شوي

تاند (شنبه، د جدي ۲۰) د ملي مصالحې عالي شورا وایي چې، په دوحه کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي او طالبانو ترمنځ بحثونه پيل شوي دي.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ نن سهار اساسي بحثونه پيل شول.

نوموړي په دې اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي.

افغان پلاوی ټینګار کوي چې په دې پړاو مذاکراتو کې باید اوربند وشي خو داسې ښکاري چې طالبان به تر اوربند وړاندې د حکومت پر جوړښت او د واک پر لېږد بحثونه ولري.

طالب سرچینو رسنیو ته ویلي دي چې راتلونکی حکومت د بحث مهمه موضوع ده.

دا خبرې داسې مهال پیلېږي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې جګړې زور اخیستی او هره ورځ دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې خبرونه خپرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب