چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+کابل څنګه امن کړو؟ | محمدنسیم بهار

کابل څنګه امن کړو؟ | محمدنسیم بهار

 د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله په وروستیو کې خبر ورکړی چې د کابل ښار له پاره د امنیتي کېمرو په یوه پروژه کار کوي او نږدې سل مېلیونه ډالر یې ورته ځانګړي کړي دي، چې دا کافي ډیره بودیجه ده.
د امنیتی کېمرو پروژه نږدې د دنیا په ټولو لویو ښارونو کې تطبیق شوې؛ خو چا ډېره ساده او چا په ډېره پرمختللې بڼه تطبیق کړې ده. موږ کولای شو، چې دغه پروژه په ډېره ارزانه او په ډیره پرمختللې توګه تطبیق کړو.
زما د مالوماتو پر بنسټ د کابل ښار نږدې په ټولو لارو او کوڅو کې د فایبر تار غځول شوی دی. امنیتي کېمرې د یو لوکل نېټورک په جوړیدو سره باید ټول د هرې حوزې له مرکزي سېستم او همدارنګه د کابل ښار له مرکزي سېستم سره ونښلول شي؛ تر څو له دواړو ځایونو څخه پولیس او موظف کسان څارنه وکړي. مرکزي سېستمونه باید د ډیټا او ویډیو ګانو له پاره پرمختللي او قوي سرورونه ولري، چی ډیټا ژر پروسېس کړي او همدا سرورونه باید د فیس ریکیګنیشن (د مخ پېژندلو) ټکنالوژي ولري، چې هر کس په اسانۍ سره وپېژني او مالومه کړي چې د موخې کس د ښار په کومه برخه کې ګرځي. زما په اند په اوسني وخت کې د دې ټکنالوژۍ تطبیق خورا ارزانه او اسانه چاره ده. له دې هر څه سره سره هم په ګڼو ځایونو کې د امنیتي کېمرو تر څنګ باید هغه لاوډ سپیکرونه هم وتړل شي، چې د نېټورک په واسطه لاس رسی ورته کیږي تر څو د قانون ماتولو پر وخت پر اړوندو کسانو غږ وشي. د مرکزي سېستم ښه والی په دې کې دی چې د هرې کېمرې او لاوډ سپیکر د خرابېدو په صورت کې په هغه ثانیه خبریږي چې کومه کېمره او یا لاوډسپیکر د مرکزی سېستم سره تړلی نه دی. په دې توګه نوې کېمره د خرابیدو په صورت کې ژر لګېدلی شي. که همدا پروژه په سمه توګه تطبیق شي، د کابل ښار امنیت ۹۰ سلنه ورسره ښه کیږي. که همدارنګه د دې تر څنګ په لویو لارو کې پرمختللی سکېنرونه هم ولګول شي او هم له مرکزي سېستم او حوزوي سېستم څخه څارنه وشي ښایي دا سلنه ۹۵ ته هم پورته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب