چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+بیوټکنالوژي پاملرنه غواړي!| محمدخالد محمدي

بیوټکنالوژي پاملرنه غواړي!| محمدخالد محمدي

زموږ هېواد کې د روغتیا برخه کې همېشه شکایتونه او د ستونزو اورېدل کېږی چې د دې ستونزو ډېره برخه د مرضونو تشخیص او درملو ته را ګرځي چې همدا بیوټکنالوژي ته د پاملرنې او کار بحث را پورته کوي. 

 بدبختانه تر اوسه په افغانستان کې بيوټکنالوژي  څوک نه پيژني او نه يې باره کې پوره علم لري، عام خلک خو پريږده ان تر دې چې زموږ هغه تعليم يافته خلک چې د بهر هيوادونو څخه يې لوړې زدکړې هم کړې وي او په دولت کې په غټو بستونو کار هم کوي په دې حياتي علم  نه پوهيږي او نه پرې ځانونه پوهوي 

نن سبا په نوره نړى کې بيوټکنالوژي ته خاصه پاملرنه کيږي، ان تر دې چې په خپلې کلنۍ بوديجه کې يوه لويه برخه دې علم ته ځانګړې کوي. زما مخکنى ليکنه کې د بيوټکنالوژي رول په ټولو برخو کې واضح شوى دى، خو دلته زه غواړمه چې د روغتیا په برخه کې يې رول واضح کړمه چې څنګه نور هيوادونه دې برخې ته بوديجه ځانګړې کوي او د روغتیا په برخه کې څنګه د بيوټکنالوژي پوهان خپل حياتي مسوليت ادا کوي.

 بيوټکنالوژي لغت په لومړي ځل د يوه بریتانیايي کارل ساينس پوه کارل ارکي لخوا استعمال شو، په هغه وخت کې به ساينس پوهانو خام مواد په يو ګټور موادو بدلول او همدې ته د بيوټکنالوژي نوم ورکول شو. وروسته بيا د بيوټکنالوژي علم کې سوکه سوکه پرمختګونه وشول چې اوسني حالت ته راوستول شو او نړۍ کې په دې برخه کې لا نورې څيړنې هم روانې دي. 

په 1984 کې جاپان په اول ځل د انزايمونو د توليد فابريکې جوړې کړې چې د مختلفو برخو لپاره انزايمونه توليدوي، په کال 1986 کې د هند د ساينس او ټکنالوژى وزارت د بايټکنالوژي لپاره ځانګړى ډیپارټمنټ جوړ کړ تر څو بايټکنالوژي  په هند کې پرمختګ وکړي. او نن ټولو ته څرګنده ده چې هند په بايټکنالوژي کې ډير پوهان روزلي دي او د سيمې د هيوادونو په پرتله د کورونا په اړوند تحقيق په هند کې ډير چټک روان دى او ان تر دې چې د نورو په پرتله يې په تداوي کې کاميابه شوي هم دي چې د دې کريډټ ټول ددوی د بايټکنالوژي پوهانو ته رسيږي. هند اوس په خپل هر ايالات کې په لسګونو داسې مرکزونه جوړ کړي چې په هغې کې نه يواځې د بايتکنالوژي پوهان روزل کيږي بلکه په لويه کچه څيړنې هم تر سره کيږي چې دا د هغوى اقتصاد سره لويه مرسته کوي او همدارنګه په بوديجه کې ورته يوه لويه برخه هم ځانګړې کيږي.

په 1984 کې په اسټريا هيواد کې بايټکنالوژي دومره پر مختګ وکړ چې په 20 پيړې کې يې په لويه کچه توليدات شروع کړل لکه د Pencillin توليد،immune biotechnology  د سرکې توليد، mammalian cell technology,  نينو بايو ټکنالوژي او داسې نور.

په هنګري هيواد کې په 1912 کې په لويه کچه د واکسينو توليدات د ميکروبونو او نباتاتو څخه د بايټکنالوژي په مرسته شروع شول. دا توليدات دومره لوړ شول چې د دوهمې نړیوالې جګړي پر وخت يې نورې نړۍ ته صادرات شروع کړل. دوئ په بايو ټکنالوژي کې دومره پر مختګ وکړ چې په اول ځل يې د vitamin B12 توليد شروع کړ چې نن سبا يې خلک د وينې د کمښت ناروغيو په تداوي کې استعمالوي.

د بايوټکنالوژي اساس يواځې د انسان د ضرورتونو د پوره کيدو لپاره ايښودل شوى ؤ او دا د مختلفو پړاونو په نتيجه کې دې حالت ته رارسول شوى دى. که موږ بيوټکنالوژي مطالعه کړو نو موږ به يې درې مرحلې وګورو زړه بايوټکنالوژي، کلاسيکل بيوټکنالوژي او ماډرن يا اوسنې بيوټکنالوژي. په اوسنې وخت او توليداتو کې د ماډرن بيوټکنالوژي ډير مهم رول دى.

په 1975 کې په اول ځل د بيوټکنالوژي په مرسته مونو کلونل انټې باډيانې توليد شوې او نن سبا دا انټې باډيانې د ناروغيو په تشخيص او درملنه کې خورا مهم رول لري او ان تر دې چې د دې انټي باډيانو نه بغير د بعضو ناروغيو تشخيص هم ممکن نه دى.

د بيوټکنالوژي استعمال نن سبا دومره ګټور او موثر دى چې په نړۍ کې هره فابريکه دا ټکنالوژي څخه استفاده کوي. په نړۍ کې نن سبا په لوړه کچه څيړنې روانې دي چې د بيوټکنالوژي څخه په مختلفو بخشونو کې استفاده وشي لکه د درملو، ناروغيو تشخيص، دټوکرو توليد، زراعت، کيمياوي موادو، د غذايې موادو توليد، د عدلي طب او داسې نور ډير.

 په لنډه توګه بيوټکنالوژي د يو هيواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره يو اړين بخش دى چې نن سبا يې تقريبا په هر بخش کې استعمال لازمي کيږي.

په دوهمې نړې والې جګړې کې د ټپيانو د تداوي لپاره واحد درمل Penicillin ول چې ډيرى ټپيان د مرګ څخه پرې بچ شول او دا توليد د بکترياو څخه په لوړه کچه يواځې او يواځې د بيوټکنالوژي په مرسته ممکن شو او همدا يې علت شو چې د دوهمې نړې والې جګړې وروسته په نړې کې بيوټکنالوژي ته يو ځانګړى اهميت ورکول شو او هيوادونو د بيوټکنالوژي لپاره ځانګړي ډيپارټمنټونه او وزارتونه جوړ کړل. 

کوم هيوادونو چې په همهغه وخت کې د بيوټکنالوژي لپاره پوهنتونونو کې پوهنخي ځانګړې کړې نن په ساينس او ټکنالوژى کې د نورو مخکې دي. ان تر دې چې د سړې جګړې پر وخت دا فکر کيده چې بيوټکنالوژي تخنيکونه به په جنګ کې ډير موثر ثابت شي او بعضو ملکونو په دې برخه کې ډير کار هم کړى دى چې دا يو ځانګړى بحث دى، پرمختللې هيوادونه اوس په دې کار کوي چې د جنګونو په حالت کې يا د انرژى د کمښت په وخت کې د بيوټکنالوژي څخه استفاده وکړي او خپله انرژي پوره کړي.

تر نن ورځې پورې په نړۍ کې تر 250 زره پورې واکسينونه او درملونه د بايټکنالوژې په مرسته جوړ شوي دي چې د ناروغيو په درملنه کې خورا لوی رول لوبوي. همدارنګه 13.3 ميلونه بزګران په نړې کې د حاصلاتو د لوړوالي او د ناروغيو د مخنيوي لپاره د بيوټکنالوژي څخه استفاده کوي.

د ساري ناروغيو د تشخيص او مخنيوي کې د بیوټکنالوژي رول خورا لوړ او مهم دى، نن سبا د کورونا ناروغي چې يوه ساري ناروغي ده د واکسين او درمل توليد يې د بيوټکنالوژي نه بغير ممکن نه دى، موږ ټول وينو چې د بيوټکنالوژي لابراتوارونه او فابريکې په چټکې سره د کورونا د درملو په توليد بوختې دي او تر يو حده کاميابه هم دي. خو د بدبختى ځاى دى چې موږ په خپل هيواد کې تر اوسه د بیوټکنالوژي د پاره په پوهنتونونو کې ځانګړى ډيپارټمنټ نه لرو او همدا يې علت دى چې زموږ د ناروغيو تشخيص او د درملو توليد کې د نورې نړۍ څخه ډير وروسته پاتې يو.

 که غواړو چې موږ په دې برخه کې پرمختګ وکړو او اقتصاد مو پياوړى کړو نو د ټولو نه اول بايد  د بيوټکنالوژي ډيپارټمنټونه په خپل پوهنتونو کې جوړ کړو او په دې برخه کې کادرونه وروزو که داسې ونشي نو موږ به تل په تکنالوژي او صحت کې د ګاونډيو محتاج پاتي شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی