پنجشنبه, سپتمبر 26, 2024
Homeخبرونهافغانستان ته د وارداتي برښنا ستونزه حل شوه

افغانستان ته د وارداتي برښنا ستونزه حل شوه

تاند(پنج شنبه، د جدي ۱۸) د افغانستان برښنا شرکت وایي، د هېواد د برښنا کمښت ستونزې د حل لپاره د دوی د پرلپسې هڅو پایله کې له ازبکستان د وارداتي برښنا تخنیکي ستونزه تر حلېدو ورسېده.

 د افغانستان د برښنا له شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا مهال نایب آباد کې د برښنا کچه تر ۳۰۰ میګاواټو لوړه شوي او د تاجکستان برښنا کچه له ۸۰ میګاواټو څخه ۱۲۰میګاواټو ته لوړه کړل شوي، چې له شمالي ولایتونو وروسته یې ۲۱۰ میګاواټه کابل ته را رسیږي، خو دا چې د شپې مهال د برښنا اړتیا لوړیږي، نو د افغانستان برښنا شرکت دې اړتیا ته په پام سره ۴۴ میګاواټه له ماهیپر، ۲۲میګاواټه له سروبي او ۹۶ میګاواټه له نغلو برښنا تولید فابرېکې څخه تر لاسه کوي، چې له شته وارداتي برښنا سره یو ځای ټولټال ۳۷۲ میګاواټه برښنا کیږي.

خبرپاڼه ليکي، هېواد کې د برښنا له ټولو پېرودونکو غوښتنه کیږي، چې د برښنا نسبي کمښت ستونزې تر بشپړ حل پورې دې د برښنا په لګښت کې سپما ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو ورځو راهیسې له ازبکستان وارداتي برښنا پر کابل او ټول افغانستان قطع شوې ده چې د برښنا شرکت په خبره د تخنیکي ستونزې له کبله دغه برښنا درېدلې ده خو بلخوا ځینې ګنګوسې شته چې ګواکې د افغانستان د برښنا شرکت ازبکستان هېواد ته پیسې نه دې ورکړې او ډېرو قرضداريو له کبله ازبکستان خپله برښنا پر افغانستان قطع کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب