سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهستولتنبرګ: سږ کال به ناټو پرېکړه وکړي چې له افغانستانه وځي او...

ستولتنبرګ: سږ کال به ناټو پرېکړه وکړي چې له افغانستانه وځي او که نه وځي

تاند(چهارشنبه، د جدې ۱۶) د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، په روان ۲۰۲۱ م کال کې به د کورونا وایرس وبا، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو حضور، د وسلو کنټرول، او د اتلانتیک د دواړو غاړو اړیکې د دې تړون د اجنډا مهم موضوعات وي.

ده د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د هرکلي ترڅنګ وویل«دا کال به له دې نظره د ناټو لپاره مهم وي چې موږ په افغانستان کې د خپل حضور په اړه پرېکړه کوو.»

ستولتنبرګ یادونه وکړه چې د ناټو د غړیو هیوادونو دفاع وزیران به د راتلونکې میاشتې په غونډه کې په دې پرېکړه وکړي چې ایا په افغانستان کې پاتې شي او که ورڅخه ووځي.

ستولتنبرګ، چې د جرمني د پارلمان د کرسچین سوسیال یونین د پارلماني ډلې غونډې ته وینا کوله، وویل، که ناټو له افغانستانه ووځي، دا خطر شته چې افغانستان بیا د نړیوالو تروریستانو پر پناهځای بدل شي، او که پاتې کېږي، بیا دا خطر شته چې په دغه هیواد کې یې پوځي ښکېلتیا اوږده شي.

د ناټو سرمنشي د خپلو خبرو په دوام کې وویل«تر ټولو مهم شرط دا دی چې یقیني شي طالبان هغه څه چې لازم دي اجرا کوي، یعني د القاعده په شمول له نړیوالو تروریستانو سره اړیکې پرې کوي. موږ به یقیناً د مځکې وضعیت ارزوو، موږ به د سولې په خبرو کې پرمختګ ارزوو او بیا به خپله پرېکړه کوو.»

ده زیاته کړه«دا ډېره سخته پرېکړه ده، پکار ده چې موږ ټول یې په ګډه وکړو. ځکه هر څه چې موږ کوو، پکار ده چې له یو بل سره په همږغۍ یې وکړو او ښه یې پلان کړو.»

د ناټو سرمنشي تر دې مخکې هم له افغانستانه د ځواکونو ایستل د افغانستان د سوبې په خبرو کې له پرمختګ سره تړلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب