شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهعمران خان: د پاکستان سختدریځي د افغان جهاد نتیحه ده

عمران خان: د پاکستان سختدریځي د افغان جهاد نتیحه ده

تاند(پنجشنبه، د جدې ۱۷) د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، مذهبي کرکه او فرقوي تشدد په نولس سوه اتیایمه لسیزه کې د افغانستان د جهاد نتیجه ده.

عمران خان د ترکیې اې نیوز شبکې ته په مرکه کې وویل، په پاکستان کې د افراطیت څپه له اتیایمې میلادي لسیزې پیل شوه، هغه مهال چې پاکستان د افغانستان په جهاد کې برخه واخیسته. د جهاد یوه تر ټولو بده پایله په پاکستان کې د فرقه پالنې دود دی.

ده پر شیعه ګانو د حملو عاملان سختدریځي سُنیان وبلل چې اوس د داعش یا اسلامي دولت په نوم پېژندل کېږي.

د جنورۍ په درېمه د بلوچستان ایالت په مچ کې د داعش وسله والو ۱۱ کارګر شیعه ګان په خورا بې رحمۍ ووژل.

داعش وروسته د خپلې بې رحمۍ ویدیو او عکسونه خپاره کړل.

له دې پېښې وروسته د کوټې هزاره ګانو احتجاج پیل کړ او ویې ویل چې تر هغو به خپل مړي خاورو ته ونه سپاري چې د پاکستان صدراعظم ورغلی نه وي او دوی ته یې د هزاره ګانو د وژلو د مخنیوي ډاډ نه وي ورکړی.

1 COMMENT

  1. ، عجیبه خو دا ده چی دا تور بیا هم د هغی خوا نه واردیژی چی د افغان جهاد د انحراف
    نفاق، او شرانگیزی لپاره یی لژ تر لژه نیم قرن سابقه لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب