Home+د بنګله دېش د کرکټ بوډ مشر له افغانستانه شاته کېدل مهم...

د بنګله دېش د کرکټ بوډ مشر له افغانستانه شاته کېدل مهم نه بولي

تاند(پنجشنبه، د جدې ۱۷) وروسته له دې چې د کرکټ نړیوالې شورا د ټیستلوبو په درجه بندۍ کې بنګله دېش له افغانستانه وروسته په لسمه درجه کې راوست، د بنګله دېش د کرکټ بورډ د عملیاتي کمېټې ريیس اکرم خان وویل چې درجه بندي یا رینکینګ مهم نه دی.

د کرکټ د نړیوالې شورا د تازه درجه بندۍ پر اساس، چې د چهارشنبې په ورځ یې اعلان کړه، افغانستان په ټیست لوبو کې د نړۍ په لسو ټاپ لوبډلو کې نهم او بنګله دېش لسم دی.

افغانستان، چې په ۲۰۱۷ کې یې د ټیستلوبو اجازه ترلاسه کړه، په ۲۰۱۹ کې بنګله دېش ته په ټیستلوبه کې ماتې ورکړه. بنګله دېش دا د ځان لپاره د شرم وړ بولي خو له دې سره سره اکرم خان وايي چې لوبډلې یې په دې خاطر وبایلله چې په هماغه کال یې لږ ټیستلوبې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تر دې وړاندې په خپل ټول تاریخ کې دوې ټیستلوبې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...