جنرال دولت وزیري
انسان تل فکر کوي چې تېر وخت ښه و او ډېرې ښې شېبې یې درلودې، حال دا چې دا تېر وخت یې ممکن له خواریو او سختیو هم ډک وي.
دا یوه ډیره پیچلې مساله ده. کله چې د یو چا کوم شي ته لاسرسی نه کېږي، یا د کومي ناوړه پېښې سره مخ کېږي او یا د یو څه په هکله کره معلومات نه لري، فورا پخوانیو وختونو ته ستنېږي، افسوس کوي او وايي چې پخواني وختونه ډیر ښه وختونه وو، دوی وايي پخوا نه درد و، نه غم و، نه نهیلي وه او نه ناچاري وه.
که چېرې دا پیچلې مساله له دوو پلوو وڅېړل شي، یوه يې هغه برخه یا حالت دی چې په ځانګړې توګه په یوه کس پورې اړه لري او که یوازې او یوازې د همدغه ځانګړي کس حالت او احوال وڅېړل شي. په داسې حالاتو کې فکر کوم که وویل شي چې پخواني وختونه یا پرون ښه و، ډیر به له خطا سره نه وو مخ شوي. ځکه که د یوه چا ځوان زوی، یا ګران مور، پلار او یا ګرانه ميرمن پرون مړه شوي وي، بیا خو په رښتیا د داسې یوه کس له پاره له نن څخه پرون ښه و، ځکه دی پرون په مېلو، چړچو او ښه ژوند کې و او یا که د پرون ورځې یو روغ رمټ، تکړه او پر خپلو ولاړ کس نن د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي وي او له پښو او لاسونو يې غورځولی وي، ښکاره ده چې د ده لپاره به پرون له نن څخه ښه و او په پرون پسې د ده افسوس او ارمان پر ځای خبره ده.
خو که چیرې پرون او نن یا پخواني او ننني وختونه په عمومي توګه د ټولنیزو او اقتصادي مناسباتو او د ټولنې د پرمختګ له پلوه وڅېړل شي، فکر کوم يوازې هغه کسان به د پرون او یا پخوانیو وختونو ارمان کوي او ښه به يې ګڼي، چې ټنبل، ناکام او هغه کسان چې د پخوانيو وختونو د مناسباتو په هکله کره معلومات نه لري او یا هغه حاکمې کړۍ چې نه غواړي ټولنه د نوو مناسباتو سره اشنا، پخواني مناسبات هېر او په نوو لارو د پرمختګ په لور چټک ګامونه پورته کړي.
د اجتماعي مناسباتو له پلوه ځينې کسان وايي، پرون هر څه ښه وو، سکون و، جګړه نه وه، مینه وه او یووالی و. فکر کوم له نن څخه فرار، ناکامیو او مایوسیو دغه ډول کسان دې ته هڅولي وي چې پرون ته سکون ووايي او هر څه سم وبولي.
کله کله د انسان ذهن د تېرو وختونو یوازې ښې خاطرې رامخې ته کوي، ځکه نو دغه کسان فکر کوي چې د تېر وخت خواږه زیات وو.
که نه، کوم سکون، کومه مینه او کوم یووالی؟ پرون هم نه سکون و، نه مینه وه او نه یووالی وو. دا یوازې هغه سوچونه دي چې د مایوسو کسانو ذهنونه پری بوخت وي او دوی ته په خیالاتو کې هغه څه ترسیموي چې اصلا وجود يې نه درلوده او نه اوس د ده په درد دوا کیږي.
په خیالي نړۍ کې اوسېدل انسان لا ځوروي، په پخوا کې هم له اوس بد تره ټولنیزه بې عدالتي، نابرابري، ظلم، جهالت، بېسوادي او ځانځانۍ وې.
پرون یا په تیره کی موږ په وزیرو کې اوسیدو. په هغه وختونو کې ټولنه په دومره ټولنیزو بېعدالتیو کې ډوبه وه چې یادول يې حتي له توان څخه بيرون دي.
بېسوادي وه، جهالت و، د څو تنو حاکميت و، زور او ظلم و. زه په خپله کله نا کله چې د کوم درد او غم سره مخ شم، غیرارادي وايم چې پخوا ښه وختونه وو، خو کله يې چې پرتله کړم، بیرته پر خپله پرېکړه پښېمانه شم. یو بل علت چې ځينې وختونه سړی تېرو وختونو ته ستنوي دغه، هغه دردونه دي چې ده هېر کړي دي اوسني دردونه خو هم دا اوس له ده سره ملګري دي. نو ځکه داسې کسان له اوس څخه په چیغو وي.
د اقتصادي پلوه هم د ټولنیزو مناسباتو په څير ورته خبره ده. په پخوا کې له اقتصادي پلوه د خلکو ژوند ډېر په ټیټه کچه و. که د وزیرو پخوانی ژوند له اوس سره پرتله کړو، په پخوا کې به د ټولې کورنۍ لپاره یوه کوټه وه. د کورنۍ د ټولو غړو تر څنګ به کورني حيوانات هم په همدغه کوټه کې تړل کیدل. په ژمي به دودونه وو، د جوارو ډوډۍ به وه، تازه ترکاري به نه وه. کار به نه و او خلکو به ټول ژمي په بيکارۍ کې تیراوه.
که چيرې داسې وختونو ته ښه ووایو مانا دا چې موږ په خپله تغییر نه غواړو او غواړو چې تل په بدمرغیو کې ژوند وکړو.
رښتیا خبره خو دا ده چې تیر وختونه خو تېر وي بېرته نه راګرځي او نه يې راګرځولای شو بیځایه او عبث په تېرو سوچونو د ځان بوختول د وخت ضایع کول او عبث کار دی، لکه چې وايي،:
تر ورخ تیرې اوبه بيرته نه جار وځي
نه جار وځي تیر ساعت په بیرته بیا
اساسي او اصلي خبره د نن او راتلونکي ده. د راتلونکي په هکله هم ټول واک زموږ سره نه دی، راتلونکي شرایط او حالت موږ ته معلوم نه دي او نه پرې پوهیږو. یواځې د راتلونکي لپاره په یوه پلان او پروګرام کار او فکر کولای شو او بس.
که چيرې په خیالاتو او پوچو سوچونو کې د ځان لپاره رنګا رنګ باغونه جوړ کړو دا به یوازې د وخت ضایع کول وي.
خبره د نن ده او که خپلې هڅې او فکر د نن لپاره را وګرځوو، د ښه والي او پرمختګ لپاره فکر وکړو، بې له شکه به بریالي وو او له دې سره به مو له بېځايه سوچونو هم ځان ژغورلی وي.
سمه ده چې تیر وختونه به د ظالمانو، لوټمارانو او فاسدینو لپاره په زړه پورې وو او نن به هم د هغوی په څیر د مفسدینو لپاره په زړه پورې وي. خو یو څه چې ډېر روښانه دي هغه دا چې هېڅ وخت مفسدین په اسانه خپل د ترور او وحشت سنګر له لاسه نه ورکوي.
که چېرې موږ په خپله خپل سرنوشت ته د لوی خدای په توکل تغییر ورنکړو. نن به مو هم د پرون په څېر وي او راتلونکي کې به هم د دې وړتیا ونه لرو چې خپل ژوند ته د ښه والي پر لوري تغییر ورکړو.
خدای تعالی هم له هغه چا سره مرسته کوي چې متحرک وي او خپل قيمتي وخت په پوچو او خیالي سوچونو ضايع نه کړي.
وايي: ته حرکت وکړه زه به برکت وکړم. خدای تعالی هغه قوم ته بدلون ورکوي چې په خپله بدلون غواړي.