Homeخبرونهپه دوحه کې د دولت او طالبانو پلاوو مقدماتي غونډه وکړه

په دوحه کې د دولت او طالبانو پلاوو مقدماتي غونډه وکړه

تاند(چهارشنبه، د جدې ۱۶) د افغانستان د سولې بل پړاو خبرې په مقدماتي ډول په یوه ورځ ځنډ نن ماښام پیل شوې.

دواړه خواوې وايي چې د نن ماښام غونډه مقدماتي وه او په لړ کې یې پرېکړه وشوه چې د دواړو خواوو له لوري ټاکل شوي ټیمونه دې د اجنډا پر موضوعاتو د شنبې له ورځې بحثونه پیل کړي.

تر دې وړاندې نن د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي یوه غړي تاند ته وویل چې د طالبانو د مرکچي پلاوي ټول غړي دوحې ته نه دي رارسېدلي او له همدې کبله خبرې پیل شوي نه دي.

د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي یوه بل غړي تاند ته وویل چې د دولت د مرکچي پلاوي ټول غړي هم دوحې ته نه دي رسېدلي.

ښايي همدا دلیل وي چې د رسمي خبرو پیل یې د شنبې ورځې ته ځنډولي دي.

ټاکل شوې وه چې د سولې د خبرو دوهم پړاو د جنورۍ په ۵ مه (سې شنبه) پیل شی.

دواړو خواوو په لومړي پړاو کې، چې د سپټمبر په ۱۲ یې پیل کړی و، یوازې د رسمي خبرو پر اجنډا موافقه وکړای شوه.

د اجندا پر سر له موافقې وروسته د دواړو خواوو د پرېکړې پر اساس په خبرو کې وقفه راوړل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...