Homeخبرونهننګرهار کې د هوايي برید پر مهال ۱۵ وسله وال طالبان وژل...

ننګرهار کې د هوايي برید پر مهال ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي

تاند (چهارشنبه د جدي ۱۷) د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د هوايي برید پر مهال ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه وسله وال نن ماښام د سره رود ولسوالۍ په ککړک سیمه کې هغه مهال په نښه شول چې په یوه پټنځای کې راټول شوي و.

په خبرپاڼه کې راغلي، وسله والو طالبانو غوښتل د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي، خو هوايي ځواک پرې وار ړومبی کړی او وژلي یې دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...