Homeخبرونهد ملي امنیت ځواکونو د پکتیا د والي یو سلاکار عطامحمد فېروز...

د ملي امنیت ځواکونو د پکتیا د والي یو سلاکار عطامحمد فېروز نیولی

تاند (چهارشنبه د جدي ۱۷) د ملي امنیت ځواکونو د پکتیا د والي یو سلاکار عطامحمد فېروز نیولی دی.

د پکتیا والي حلیم فدايي ویلي، چې فېروز د ملي امنیت هغې ډلې نیولی چې له پلازمېنې کابله دده په نیولې پسې پکتیا ته راغلي و.

ویل کېږي نوموړي د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوی، خو ښاغلی فدايي وايي چې په دې اړه مالومات نه لري.

د نوموړي په خبره چې یادو ځواکونو فېروز تر نیول کېدو وروسته کابل ته لېږدولی دی.

تر اوسه ملي امنیت د عطامحمد فېروز د نیولو په هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....