جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه پکتیا کې د ځنغوزیو د پروسس فابریکه پرانیستل شوه

په پکتیا کې د ځنغوزیو د پروسس فابریکه پرانیستل شوه

تاند (سه شنبه د جدي ۱۶) د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د ځنغوزیو د پروسس فابریکې پرانیسته وشوه.

دغه فابریکه د رحیم ګردېزي ګروپ له خوا جوړه شوې چې د پرانیستې مراسمو ته یې ولسمشر اشرف غني د کابینې د یو شمېر غړو په موجودیت کې په انلاین توګه وینا وکړه.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په چهار چنارماڼۍ کې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د پکتیا مرکز ګردېز څخه د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر واليان او یو شمېر نور مشران د ویډیو کنفرانس له لارې وصل و.

په خبرپاڼه کې دغه راز د ولسمشر غني له قوله راغلي چې د رحیم ګردېزي ګروپ ته به ددغې پانګونې او هڅونې په موخه مډال ورکړل شي.

د ښاغلي غني په وینا چې نوموړی د یوه صنعتي او صادراتي افغانستان غوښتونکی دی او دې برخه کې فرصتونو ته په کتو به سوداګرو او پانګه والو ته هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړي اړوند وزارتونو او ادارو او په ځانګړي ډول بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې د افغانستان د صادراتو لپاره په بهر کې مارکېټ پیدا کړي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې، په دې غونډه کې د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب وویل، افغانستان د کال ۲۴ زره ټنه د ځڼغوزیو حاصلات لري چې له امله یې زرګونو کسانو ته کاري زمینې برابرېږي.

نوموړي له نورو پانګوالو د هېواد په داخل کې د پانګونې هیله وکړه او ډاډ یې ورکړ که پانګوال وغواړي دوی به ورته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

په دې مراسمو کې د رحیم ګردېزي د ځنغوزیو د پروسس فابریکې رئیس محبوب الله ګردېزي وویل، دوی هڅه کوي چې د برېښنا په برخه کې هم پانګونه وکړي، تر څو خلکو ته په هېواد د ننه کاري فرصتونه برابر شي.

د نوموړي په وینا، ددې فابریکې په جوړېدو ۶۰۰ زره امریکایي ډالره لګښت راغلی چې له فعالیت سره سم به په کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

په ورته مهال د ځنغوزیو کاروباریان د دې فابریکې جوړېدو ته خوښ دي او وایي چې په دې کار سره به یې ځنغوزي په ښه قیمت او نړیوال مارکېټ ته لاره پیدا کړي.

دوی وایي، له دې وړاندې یې ځنغوزي په قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته وړل چې زیاته ګټه به یې د دوی په پرتله د قاچاقبرانو لاسته ورتله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب