جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+چا ته يو ملت ویلای شو؟| جنرال دولت وزیري

چا ته يو ملت ویلای شو؟| جنرال دولت وزیري

ملت په عمومي تعریفونو کې د خلکو هغې ډلې ته وايي، چې ګډ کلتور، توکمیزه ریښه او مشخصه جغرافیه لري، خو دا تعریف هم یوڅه نیمګړتیا ځکه لري، چې د خلکو یوه ډله ممکن په څو هېوادونو کې پر یوه مشخصه جغرافیه سره پراته وي، خو ترمنځ به یې پولې کښل شوې وي.

ټول انسانان د انساني عواطفو له مخې د یوه او بل په ښو خوښېږي او په بدو او پر ورپېښو ناوړه پېښو يې خفه کېږي.

که چېرې د نړۍ په هر ګوټ کې انسانان، د زلزلې، وبا، سېلابونو او یا د نورو ناوړو عواملو له امله د غم، خفګان او یا بل کوم ناوړه حالت سره مخ کېږي، بې له دې چې د هغوی سره په درد او غم کې شریک وي، بیا هم ځانونه شریک ګڼي، چې همدغه شراکت او د خواخوږۍ حس ته انساني عواطف وايي او څومره يې چې وسه ورسېږي ور سره مرسته کوي او یا معنوي ملاتړ ترې اعلانوي.

خو د انسانانو د دې ډول خواخوږیو او عواطفو سره بیا د یوه ملت خلک له هره پلوه تفاوت لري، ځکه د یوه ملت خلک د هغو خلکو يوې مجموعې یا لويې ډلې ته ویل کیږي چې په یوه محدوده یا یوه جغرافیه کې سره ګډ ژوند، ګډ ارزښونه، ګډې ګټې او ګډ زیانونه ولري. دلته خبره د عواطفو څخه لا پراخیږي، ځکه ګډې ګټې او ګډ زیانونه، د وينې شراکت او خپلوي دوی سره یو تن او یو وجود کوي.

دا سمه ده که چیرې یو ملت له يوه نژاد، له یوه مذهب لرونکو او يوې ژبې ویونکو څخه جوړ شوی وي، خو ډیره ښه ده او د چا خبره غوړي لا غوړي. خو په نړۍ کې اوس به داسې کوم ملت ونه موندل شي چې د نژاد، مذهب او ژبې له پلوه سره یو وي.

اوس د یوه واحد ملت لپاره د یوه واحد نژاد، مذهب او ژبې یووالی دومره اړین نه برېښي، اوس د یوه واحد ملت لپاره یوازې یوه واحده محدوده یا واحده جغرافیه اړينه ګڼل کیږي.

په واحده جغرافیه کې د مختلفو نژادونو، د مختلفو مذهبونو لرونکي او د مختلفو ژبو ویونکي د یوه واحد ملت په توګه سره اوسیدلای شي او پر خپل واحد ملت ویاړ هم کوي.

که د امريکا متحده ایالتونو، انګلستان، سویس او یا نورو ډېرو هیوادونو ته وګورو، هېوادونه يې د مختلفو نژادونو، مذهبونو او ژبو خلکو څخه جوړ شوي دي، خو دوی په ډېر ویاړ سره ځانونه امريکایان، بریتانویان او سویسیان بولي او ډیر پرې ویاړي او پر خپله جغرافیه په ګډه سر ورکوي.

زموږ ګران هیواد افغانستان هم يو د هغو هیوادونو څخه دی چې د مختلفو ژبو ویونکي، د څو مذهبونو لرونکي او د مختلفو نژادونو خلک په کې اوسیږي. د دوی ټولو درد، غم، ناکامۍ، لوږه، تنده، خوښۍ او بریاوې سره شریکې دي.

دوی یو د بل سره تن او وجود دي. دا تفاوت نه کوي چې د وجود کوم ځای درد کوي، هر ځای چې وي ټول وجود ترې ناقراره وي.

موږ یوه محدوده او یوه جغرافیه لرو. پېړۍ- پیړۍ په همدغه محدوده کې سره اوسیدلي یو، وینه مو سره ګډه شوې ده، خپل او خپلوان يو، په دې هیواد مو یو ځای سر ورکړی دی، یو ځای مو يې په برم ویاړ کړی دی، غم او ښادي مو سره یو ځای ګاللي دي، ګډ تاريخ او ګډ فرهنګ لرو.

که ښه ورنه ځیر شو او د دښمن له روانې جګړې او پروپاګند ځان را وباسو، موږ یو ملت، یو وجود، یو نه جدا کيدونکي تن یو.

موږ یو افغان ملت یو او د یوه ویاړلي واحد ملت ټول فکتورونه موږ پوره کړي دي. یوازې یو څه ته اړتیا لرو او هغه د دښمنانو د ناوړه او دښمنانه تبلیغاتو شنډول او په خپل ګران هيواد کې په ویاړ او په سوله کې اوسيدل دي.

وياړ په افغان ملت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب