جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهم.م. د افغانستان د سولې د خبرو د بل پړاو هرکلی وکړ

م.م. د افغانستان د سولې د خبرو د بل پړاو هرکلی وکړ

تاند (سې شنبه د جدي ۱۶) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو د بیا پیل هرکلی کړی دی.

یوناما نن سه شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا ځل خبرې باید په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت سبب شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دوی دوحې ته د حکومت د مذاکراتي ټیم د تګ او خبرو د بیا پیل هرکلی کوي او هیله لري چې دواړه لوري په چټکۍ سره یوې پایلې ته ورسېږي.

سرچینې زیاته کړې، د افغان سولې دویم پړاو مذاکرات په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او یوې تل پاتې سولې د رامنځ ته کېدو لپاره خورا مهم دي.

په خبرپاڼه کې د یوناما د مشرې دیبرا لاینز له قوله راغلي، دواړه خواوې دې له دغه فرصت څخه په استفادې د تاوتریخوالي د کمښت لپاره زمینه برابره کړي، تر څو د افغان وژنې روانه لړۍ پای ته ورسېږي.

د مېرمن لاینز په خبره، په افغانستان کې باید داسې یو سیاسي ثبات رامنځ ته شي چې د ټولنې د ټولو قشرونو لپاره د منلو وي.

نوموړې دغه راز ویلي، اوربند د خبرو د پرمختګ او سولې لپاره لا ښه زمینه برابرولی شي او د خلکو هیلې ورسره زیاتېږي.

د یوناما د مشرې په خبره، د جګړې درولو سره به بشري مرسته کوونکي وکولی شي چې په دې ژمي کې د هېواد ګوټ ګوټ مرستې ورسوي.

ملګرو ملتونو په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې د افغان دولت مرکچي ټیم نن له غرمې مخکې د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی او ټاکل شوې چې سبا چهارشنبه له طالبانو سره د سولې دویم پړاو خبرې پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب