جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهدویم پړاو مذاکرات؛ افغان مذاکراتي پلاوی سبا دوحې ته ځي

دویم پړاو مذاکرات؛ افغان مذاکراتي پلاوی سبا دوحې ته ځي

تاند(دوشنبه، د جدي ۱۵) د افغانستان مذاکراتي پلاوی د دویم پړاو بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره سبا دوحې ته ځي.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی نن ماسپښین دوحې ته روان شي خو د نامعلومو دلایلو پر بنسټ دغه سفر د سبا سهار لپاره ځنډېدلی او ټاکل شوې یاد پلاوی سبا دوحې ته روان شي.

بل خوا د دویم پړاو پر مذاکراتو اندېښنې او پر پیلېدو یې شکونه موجود دي، افغان وګړي وایي، چې دغه مذاکرات به پر ټاکلي وخت پیل نه شي، خو د مذاکراتي پلاوي غړي بیا ډاډ ورکوي چې مذاکرات به په ټاکلي وخت په ټاکلي ځای کې پېلېږي.

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړې فاطمې ګېلاني رسنیو ته وویل، ډاډه ده چې مذاکرات به پر ټاکلي وخت او ټاکلي ځای پیلېږي، د هغې په وینا کوم دلیل نشته چې له مخې یې دغه مذاکرات وځنډول شي او د دواړو لورو ترمنځ پر دغه نېټه توافق شوی چې باید پر همدې نېټه بېرته پیل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان مذاکراتي پلاوي تېر ماښام له ولسمشرغني سره هم کتلي او د تېرو کړنو په اړه یې معلومات او د راتلونکو په اړه یې سلا مشورې او خپل پلانونه ورسره شریک کړل.

په دې کتنه کې ولسمشرغني مذاکراتي پلاوي ته وویل، دغه پلاوی د افغان حکومت بشپړ ملاتړ له ځانه سره لري، دوی باید په مذاکراتو کې د افغانستان د خلکو له حقوقو دفاع وکړي او په خبره یې مذاکرات باید د اساسي قانون پر بنسټ مخته ولاړ شي.

دغه راز ویل کېږي په دویم پړاو مذاکراتو کې به افغان پلاوی د اوربند غوښتنه وکړي خو د طالبانو مذاکراتي پلاوي لا تراوسه د دویم پړاو مذاکراتو باندې کومه تبصره نه ده کړې او له رسنیو سره یې د خپل سفر په اړه هم څه نه دې ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب