شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهصالح: کابل کې د ترهګرو پټنځای پیدا شوی

صالح: کابل کې د ترهګرو پټنځای پیدا شوی

تاند(دوشنبه، د جدي ۱۵) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند کارته نو سیمه کې یو کور چې په کې مقناطیسي ماینونه ساتل کیدل پیدا شوی او ورڅخه څلور تنه ترهګر سره له چاودیدونکو توکو ونیول شول.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د شپږنیمو بجو ناسته کې وايي، د کابل پولیسو د کابل ښار په اتمې ناحیه اړوند سیمه کې طالبانو پورې اړوند یو کور چې مقناطیسي ماینونه پکې ساتل کیدل پیدا کړی او څلور تنه ترهګر يې سره له چاودیدونکو توکو او مقناطیسي ماینونو نیولي دي.

صالح زیاته کړې ده، چې نن سهار په یاده ناحیه کې د پولیسو پر یو رنجر د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه او مرګ ژوبله يې نه درلود.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل ښار کې نږدې هره ورځ چاودنې کیږي او ډیری دا چاودنې د پولیسو پر موټرونو ترسره کیږي او له امله يې عام وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب