دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهپاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مخکښ غړی هم نیولی

پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مخکښ غړی هم نیولی

تاند ( دوشنبه، د جدي ۱۵) پاکستاني پولیسو له علي وزیر وروسته تېره شپه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ډاکترسید عالم مسید هم نیولی دی.

د نوموړي ځوی وايي د هغه پلار پاکستاني پولیسو تېره شپه په خپل کور کې نیولی دی.

د کورنۍ غړي یې وایي دوی هېڅ نه پوهېږي چې پاکستاني پولیسو ولې ډاکټر سیدعالم ونیوه.

په ټولنیزو رسنیو د مسید د نیول کېدو وېډیو هم خپره شوې چې نوموړی په کې د پښتنو له حقوقو د دفاع خبرې کوي.

ډاکټرسیدعالم په هغه وېډیو کې وایي چې، دی د پښتنو له حقونو د دفاع په تور نيولی دی.

دی وایي هر هغه څوک چې د سولې او امن لپاره کار کوي د پاکستان حکومت یې مخه نیسي او زنداني کوي یې.

بل لورته د پښتون ژغورنې د د غورځنګ مشر منظور پښتین هم د ده په نیول کېدو غبرګون ښودلی.

هغه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «ډاکټر سید عالم تر اوسه پورې هيچا  ته ضرر نه دی رسولی خو چه کومو راو انوارانو په سلګونو انسانان وژلي هغوی ته حکومتي پروټوکول ورکول کيږي.»

پښتين ويلي سید عالم مسد د پښتنو په سر نیول شوی او په خبره یې ترهغه چې د پاکستان حکومت د پښتنو له ځورولو او د دوی له سپکاوي لاس وانخلي نو پرضد به یې د دوی مبارزه دوام ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب