Home+د پاکستان کرکټ بورډ خپل لوبغاړي وستایل

د پاکستان کرکټ بورډ خپل لوبغاړي وستایل

تاند (دوشنبه، د جدي ۱۵) د پاکستان کرکټ بورډ خپلو یو شمېر لوبغاړو ته د کال د غوره کرکټرانو جایزې ورکړې.

دا هغه لوبغاړي دي چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په اوږدو کې ښه ځلیدلی دي.

محمد رضوان چې تازه د پاکستان ټېسټ لوبو کې لوبېدلي د پاکستان د کال د غوره ټېسټ کرکټ لوبغاړي جایزه واخېسته.

دغه راز فواد عالم بیا غوره کرکټر یاد شوی دی.

هغه د نیوزلېنډ خلاف لومړۍ ټېسټ لوبه کې ۱۰۲ منډې وکړې او ښه مقاومت یې وکړ.

د پاکستان کرکټ بورډ بیا په ښځینه وو کې عالیه ریاض د کال غوره کرکټره نومولې او جایزه یې ترلاسه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...