شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهپښتین: د پاکستان د حکومت پر ضد به مو مبارزه دوام ولري

پښتین: د پاکستان د حکومت پر ضد به مو مبارزه دوام ولري

تاند ( دوشنبه، د جدي ۱۵) د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتين په خپله فېسبوک پآڼه لیکلي چې د پاکستاني حکومت پيرضد به د دوی مبارزه دوام ولري.

نوموړي لیکلي په دې عمرکې د یو پښتون ډاکټر او د غورځنګ مخکښ غړي سید عالم مسيد نیول د جبر انتها ده.

پښتین لیکلي: «ډاکټر سید عالم تر اوسه پورې هيچا  ته ضرر نه دی رسولی خو چه کومو راو انوارانو په سلګونو انسانان وژلي هغوی ته حکومتي پروټوکول ورکول کيږي.»

پښتين ويلي سید عالم د پښتنو په سر نیول شوی او په خبره یې ترهغه چې د پاکستان حکومت د پښتنو له ځورولو او د دوی له سپکاوي لاس وانخلي نو پرضد به یې د دوی مبارزه دوام ولري.

منظور پښتین داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر اوس هم دپاکستاني حکومت په زندان کې شپې او او ورځې تېروي.

پښتین داسې مهال داڅرګندونې کوي چې تازه تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ډاکټر سيد عالم مسيد په پېښور کې د پاکستاني پوليسو له لوري نيول شوی دی.

د یادونې ده چې د دې غورځنګ غړي له څو اونیو راهیسې د علي وزیر د خوشې کېدو غوښتنه کوي خو پاکستاني حکومت تر اوسه هغه نه دی خوشې کړی.

د علي وزیر په نیول کېدو د نړۍ ټولو پښتنو غبرګونونه وښودل او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

کلونه کېږي چې پاکستان کې پښتانه په بېلابېلو نومونو د پاکستاني حکومت له لوري ځورول کېږي خو د پښتون ژغورنې د غورځنګ له سختې مبارزې سره سره بیا هم یاد حکومت تر اوسه له خپلو کړنو لاس نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب