Homeخبرونهترکیه کې یوې ترافیکي پېښې د پنځه افغانانو ژوند واخیست

ترکیه کې یوې ترافیکي پېښې د پنځه افغانانو ژوند واخیست

تاند(دوشنبه، د جدي ۱۵) د ترکیې په آغري ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې پنځه افغانان وژل شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي،  دغه پېښه تېره ورځ د ترکیې د آغري ولایت په دوغوبایزید سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د افغانانو موټر په ډېر تېز رفتار کې له څلور لارې را ګرځېده.

بهرنیو چارو وزارت وايي، په ترکیه کې یې د افغانستان سفارت ته لارښوونه کړې چې د دغه هېواد له حکومت سره خبرې وکړي او دغه قضیه په جدي توګه وڅېړي او ملامت کسان په سزا ورسېږي.

سرچینه وایي، سفارت ته یې لارښوونه کړې چې د یادو کسانو د جسدونو په انتقالولو او د ټپیان د تداوي په برخه کې دې لازم اقدامات وکړي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو څو کلونو کې د جګړې له کبله په سلګونو زره افغانانو خپل هېواد پرېښود او د ترکیې په ګډون ډېرو اروپایي هېوادونو ته لاړل چې ډېری وخت هلته یا د ترافیکي پېښو یا هم د دغه هېوادونو د حکومتونو له لورې په یو نه یو ډول خپل ژوند له لاسه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....