جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکندهار کې یوه پولیس خپل ۸ ملګري وژلي

کندهار کې یوه پولیس خپل ۸ ملګري وژلي

تاند (دوشنبه د جدي ۱۵) د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یوه نفوذي پولیس خپل نهه پولیس ملګري وژلي دي.

د راپورونو له مخې، تېره شپه د کندهار ارغنداب ولسوالۍ په سرکاري باغ سیمه کې یوه نفوذي کس پر ځانګړو ځواکونو برید کړی او نهه تنه یې وژلي دي.

ویل کېږي چې وروسته برید کوونکی نفوذي پوليس هم د نورو پوليسو په ډزو کې وژل شوی.

که څه هم د کندهار د امنیه قومنداني له دې پېښې ناخبري ښيي، خو د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وايي چې په ارغنداب ولسوالۍ کې ګډو افغان ځواکونو له پرون ماښام راهیسې ګډ پوځي عملیات پيل کړي خو د یادي ولسوالۍ په بیلا بیلو برخو کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ښکېل شوي.

بلخوا د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په ارغنداب ولسوالۍ کې د سایوان په نوم د یوې پوستې د سرتیرو تر منځ خپلمنځي نښته شوې، چې له امله یې ۱۴ سرتیري وژل شوي.

نوموړی ادعا کوي چې بریدکوونکي له ګڼ شمېر وسلو او مهاتو سره دوی ته تسلیم شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب