جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+عدالت یا بې عدالتي؟| جنرال دولت وزیري

عدالت یا بې عدالتي؟| جنرال دولت وزیري

عدالت که څه هم په ټوله کې نظم معادل ګڼل کېږي، خو په حقوقي لحاظ د عدل غوښتنې لپاره کارول کېږي. هغه څوک چې عدالت مراعتوي عادل بلل کېږي.

په ژوند کې ډیر داسې څه شته چې په کولو او مراعاتولو يې هم خدای(ج) راضي وي، او هم خپله شخص او نورو انسانانو ته يې ښیګڼې رسیږي. تر څنګ يې ځينې داسې کارونه هم شته چې په ښکاره به يې په کولو شخص ته معلومیږي چې ګټه رسیږي، خو په حقیقت کې دواړه لورو ته زيان رسیږي.

که یو څوک بل کس وژني، وژونکی د خدای له قهر سره مخ کېږي او وژل شوی له ژوند څخه محرومیږي. که وګورو دلته ګټه یوه لوري ته هم نه رسیږي. همدغه دی چې خدای تعالی انسانانو ته په ټول ژوند کې د عدالت لارښوونه کړې ده.

کوم کس که عادل وي هغه پر چا ظلم نه کوي، د چا مال ته لاس نه اچوي، څوک بېځایه نه ځوروي، له رشوت او فساد څخه ځان ساتي او د خدای پر لاره برابر روان وي. په همدې توګه عادل مشر تل نورو ته د عدالت او نېکو کسانو بيلګه وي. نه پر چا ظلم کوي او نه د چا مال خوري او تل يې پرېکړې پر عدالت برابرې وي.

په چین کې یوه مشر له یوه پوه څخه پوښتنه وکړه، چې د رشوت او فساد مخه په څه شکل ونیسم؟

هغه ورته وویل، ته په خپله رشوت مه اخله او فساد مه کوه، نور په خپله ترې منع کېږي.

خو موږ داسې زورواکي هم ولیدل، چې په ناسمو لارو ګټلې ترې پاتې شوې او دوی ګورونو ته لاړل. شکر چې خدای لوی عادل دی او له دغو کسانو سره هم حساب کتاب کوي.

که په خپله مشران په فساد کې لاس ولري، په هېڅ صورت د فساد مخه نه نیول کېږي، ځکه ټول د نوموړي فاسد شخص بیلډنګونه، ماڼۍ او د زغروالو موټرو کاروانونه ګوري او که تر څنګ يې د فساد پر ضد د مبارزې چیغې ووهي ګټه نه لري، چې زموږ هېواد يې لویه بيلګه ده.

په فساد او په بې عدالتۍ کې همغه بوخت دي چې د فساد او بې عدالتۍ پر ضد يې شور جوړ کړی دی.

یو وخت په ټولنه کې بې عدالتي دومره زور وکړي چې ناچاره خلک له ډیرې ناچارۍ څخه ظالمانو ته د دعا لاسونه پورته کوي او د هغوی ښکاره بې عدالتي او ظلم  پر ځان روا بولي او لاسونه يې ورته مچې کوي.

یو وخت په انګلستان کې د معاشونو د اوسپنیز قانون په نامه یو قانون را منځ ته شو، چې تر مخې يې کارګرانو ته د لوړ معاش نه ورکول وو. دلیل يې دا و، چې که کارګرانو ته لوړ معاش ورکړل شي بچیان به ډېر راوړي او شراب به ډېر خوري، چی دواړه  کارونه يې د کارخانو د خاوندانو په ګټه نه دي، ځکه یو به نفوس زيات شي او بل به دوی زموږ په کارخانو کې ښه کار نه شي کولای.

په ځینو ټولنو کې بې عدالتي دومره زور وکړي چې مشران يې په دې نظر وي چې اړ يې کړه، پر يې کړه، مړ يې کړه او یا وايي د فساد لپاره ټول فرصتونه وجود لري، نو که څوک فساد نه کوي او جېبونه نه ډکوي دا د دوی خپله ګناه او مسئولیت دی.

په بې عدالتۍ کې ټولنه په هېڅ صورت پرمختګ نه شي کولای، ځکه ټول امکانات د څو تنو مفسدو په لاس کې وي او هغوی له دغو امکاناتو د پرمختګ لپاره نه، بلکې په بهر کې د ځانونو لپاره پانګونې کوي.

که چېرې داسې نه وای اوس به زموږ هېواد د نړۍ د ابادو هېوادونو په ډله کې وای، ځکه څومره پیسې چې دلته راغلې ټولې په اماراتو، ترکيې، هند او نورو هېوادونو کې د ماڼیو او هوټلونو پر جوړولو ولګېدلې. یو څو مشخص کسان تر ټولو زیات ماړه شول، نور نو د ټولنې لوی اکثریت لا پسې وږي او بېوزلي شول.

پایله:

 په عدالت کې د خدای رضا وي، مینه وي او هر څه سم وي. په بې عدالتۍ کې د خدای رضا نه وي، نفرت وي او هېڅ شی به سم نه وي.

نور ستاسو خوښه چې په عدالت کې ژوند کوئ او که په بې عدالتۍ کې!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب