Homeخبرونهکابل ښاروالۍ د ښاري بسونو د فعالېدو خبر ورکړ

کابل ښاروالۍ د ښاري بسونو د فعالېدو خبر ورکړ

د کابل ښاروالي وایي، ډېر ژر به کابل ښار کې د ښاروالۍ ښاري بسونه فعاله شي.

د کابل ښاروالۍ لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، ټاکل شوې ده کابل ښاروالۍ ډير ژر د کابل په یوه سیمه کې د ښاروالۍ ښاري بسونه فعال کړي.

دغه راز د کابل ښاروالۍ د کابل ښاریانو ته د ټرانسپورټي اسانتیاوو برابرولو ژمنتیا ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د کابل ښاروالۍ لخوا د ښاري بسونو د فعاله کیدو وعدې ورکړل شوي وي او د کابل ښار په بیلابیلو سیمو کې تم ځایونه هم جوړ شوي وو، خو لا تراوسه ورته د بسونو سیستم ندی جوړ شوی.

دغه راز د یادو تم‌ ځایونو پر جوړښت خلکو سختې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دې په جوړښت کې فساد شوی او د باران له کبله د دغې تم ځایونو ټول رنګونه اوښتې دي.

د یادونې ده چې کابل ښار د ګڼې ګوڼې له پلوه په ټول هېواد کې ساری نه لري او په زیاته کچه موټر په ورځني ډول په کې ګرځي را ګرځي.

د کابل ښاریان وایي، که په ریښتیا د کابل ښاروالي غواړي دغه ګڼه ګوڼه کمه کړي ښاري بسونه دې زیات کړي او له ټکسي بغیر دي نورو شخصي موترونو ته د سپرلۍ د وړلو اجازه نه ورکوي.

چې ډېری وخت په شخصي موټرونو کې د سپرلۍ د وړلو له کبله ګڼې ستونزې را ولاړې شوې او غله هم له دې څخه په ګټې اخیستنې له خلکو د هغوی توکي او پیسې اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...