رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد
د بلوچستان په ناامنه مچ سيمه کې ناپېژانده وسله والو د څو تنو افغانانو په شمول ۱۱ کان کيدونکي وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.
د سيمې يوه چارواکي سميع آغا د شنبې په ورځ وویل، پېښه تېره شپه له کوټې اتيا کيلوميترۍ لېرې د مچ په ګشتري سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې ناڅرګنده وسله وال د کان کيندونکو استوګنځای ته ننوتي، د کارګرو کارتونه یې کتلي، بیا یې د هغو لاسونه او پښې ورتړلي او په چړو يې په ډېره بې رحمۍ سره وژلي دي.
د بلوچستان د داخله چارو سيکرټر حافظ عبدالباسط د يوولس تنو وژل کېدا تاييد کړې او ويلي یې دي چې په وژل شوو کې نهه افغان او د بلوچستان د سیمې هزاره توکمه شعيه مسلمانان شامل دي. د ده په وینا ټول وژل شوي کسان د سکرو د ډبرو کان کيدونکي دي. د وژل شوو کسانو مړي د مچ سيمې روغتون ته وړل شوي دي.
د کوټې مرستيال کمیشنر مراد کاسی وايي، د يوولس کان کيندونکو د وژل کېدو ترڅنګ څلور نور ژوبل شوي هم دي. د لېويز(ملېشه)، پوليسو او سرحدي ملېشو سرتېري د پېښې ځای ته رسېدلي او په اړه يې تحقيقات پيل کړي دي.
د بلوچستان اعلی وزير جام کمال او د کورنيو چارو وزير ميرضيا لانګو پېښه غندلې او دا يې د بلوچستان د امنيت خرابولو يوه دسيسه بللې خو اړونده چارواکيو ته يې د جدي تحقيقاتو او د قاتلانو د نيولو امر کړی دی. د بريد پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.
په بلوچستان کې په وار وار د مزدورانو پر کمپونو بريدونه شوي او په کې مزدوران په ډېره بې رحمۍ وژل شوي دي.
په بلوچستان کې پر پولیسو او ملېشو د بریدونو مسووليت په تېرو وختونو کې بلوڅو بېلتون غوښتونکو منلی، خو د هزاره توکمه شعيه مسلمانانو په وژنه کې سني افراطي ډلې ځانونه دخيل ګڼي.
تر دې پېښې وړاندې سند ايالت ته څېرمه په نصيراباد سيمه کې ناڅرګنده وسله والو په خوب ويده درې مزدوران وژلي وو. دغه پېښه د نصيراباد په تمبو نومي سیمه کې شوې وه. وژل شوي مزدوران د سند ايالت د ټنډوادم سيمې اوسېدونکي وو او يادې سيمې ته د مزدورۍ لپاره تللي وو.
څو کاله وړاندي بيا د بلوچستان ايالت په ناامنه تربت سيمه کې د برېښنا د يو بند په پروژه کې د کارکوونکو مزدورانو پر کمپ وسله والو بريد کړی و، او شل کارګر يې په ابدي خوب ويده کړي وو.
په بلوڅ مېشته خاران سيمه کې هم وسله والو د يوه شرکت شپږ مزدوران په ډزو ويشتلي او وژلي وو. وژل شوي مزدوران د پنجاب ايالت اوسېدونکي وو، او هلته يې د تليفوني شبکې له يو شرکت سره کار کاوه.
کان کیندونکی
البته
د معدن کارګران به مناسبه کلمه وی