جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهنایجیر کې یو وسله‌وال برید کې ۷۹ کسان وژل شوي

نایجیر کې یو وسله‌وال برید کې ۷۹ کسان وژل شوي

تاند(یکشنبه، د جدي ۱۳) په نایجیر کې سخت دریځو وسله‌والو پر دوو کلیو برید کړی او ۷۹ کسان یې وژلي او ۱۷ یې ټپیان کړي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، په نایجیر کې سخت دریځو اسلام‌پالو پر دوو کلیو وسله‌وال برید کړی چې له کبله یې ۴۹ کسان وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

رسنۍ زیاتوي، چې ۳۰ تنه نور بیا د نایجیر او مالي ترمنځ پوله کې وژل شوي دي.

دغه راز څه موده وړاندې درې فرانسوي سرتېري په داسې حال کې ووژل شول چې په همبوري سیمه کې پلي روان و او پر ماین برابر شول، چې د دغې پېښې مسوولیت هم القاعده ډلې په غاړه واخیست.

مالي او نایجیر چې له یو بل سره پوله لري مالي د افریقا په جنوب کې په یوه دښته کې جوړ هېواد دی او نایجیر بیا د افریقا په سویل لوېدیځ کې موقعیت لري چې ۱۹۶۰ کال کې یې له فرانسې خپلواکي ترلاسه کړه.

د دغو دواړو هېوادونو پر پوله ډېری وخت ورته پېښې رامنځته کېږي او دغه راز دغه هېوادونه د انساني قاچاق ترټولو لوی مرکزونه یادېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب