شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهصالح: د بې اسنادو موټرونو له لارې ۱۵۰۰ میلیونه افغانۍ د دولت...

صالح: د بې اسنادو موټرونو له لارې ۱۵۰۰ میلیونه افغانۍ د دولت خزانې ته زیاتې شوې

تاند(یکشنبه، د جدي ۱۳) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، تر اوسه ۱۵۰۰ میلیون افغانۍ څخه زیاتې پیسې د بې اسنادو موټرونو ثبتولو له لارې د دولت خزانې ته راغلي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د شپږنیمو بجو په ناسته کې ویلي، د مالیي وزارت څخه د معلوماتو پر بنسټ تر اوسه له ۱۵۰۰ میلیونه افغانیو زیاتې پیسې د بې اسنادو موټرونو ثبتولو له پلوه د دولت خزانې ته راغلي دي.

صالح زیاته کړه، چې متاسفانه تر اوسه د غلط لاس موټرونو ته د اسنادو د توزیع لایحه لا نده بشپړه شوې او اطمینان یې ورکړ چې د روانې اونۍ تر پایه پورې به بشپړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې یوه میاشت مخکې امرالله صالح د خپل شپږ نیمو بجو ناستې له لارې ترافیکو ته دنده ورکړه چې بې لاسه او بې اسنادو موټرونه جریمه کړي او اوس هم خبر ورکوي چې له دې لارې یې ۱۵۰۰ ملیونه افغانیو څخه ډېرې پیسې د دولت خزانې ته زیاتې کړي دي.

1 COMMENT

  1. په دې کیسې موږ ټول پوهیږو چې پيسې دولت ته تحویل شوې خو دا چې څومره به پر ځای مصرف شي والله علم، بله دا چې تاسو هره ورځ نویو موټرانو ته پلیټ ورکوئ نو اوس مهال کابل کې د موټر ځایدو ځای هم نشته سرکونه په ساعتونو ساعتونو بند وي دا به څوک خلاصوي، زموږ نیم عمر په لارې بندیدو کې تیر شو، څومره هوا یې چټله کړې ده او روغتیا ته زښت تاوان رسوي خو صالح سره یوازې د خزانې غم دی، پاتې کارونه به پيریان کوي که څنګه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب