خيرالبيان د روښاني غورځنګ د مشر بايزيد روښان (۹۲۶-۹۸۵هـ.ق.) له اثارو څخه اساسي کتاب دئ چي د استاد محمد معصوم هوتک له سريزي، ترتيب، مقابلې، سمون او لمنليکونو سره په (۳۶۰) مخونو کي د (۵۰۰) ټوکه په تېراژ د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا په (۱۳۹۹ل.) کال چاپ او خپور سو.
کتاب دوه مخه د خپرندوی ياداښت لري چي د دې کتاب پر بيا ځلي چاپ او ځانګړتياوو ئې بحث کړی. ورپسې د خيرالبيان د سالار جنګ موزيم د خطي نسخې د دوهم مخ او د ټيوبنګن خطي نسخې د (۱۳۷) ب مخ عکسونه راغلي.
وروسته د محمد معصوم هوتک (۳۲) مخيزه سريزه ده چي د خيرالبيان پر معرفت، د هغه پر نسخو، چاپونو، رسم الخط، ليکدودي ځانګړتياوو، د خپل کار روِش او نورو معلوماتو بيان پکښې دئ.
له (۴۲) مخ څخه د کتاب متن شروع کيږي، نوموړی متن لکه د کتاب نوم چي دئ يوازي د پښتو برخه لري. ګام پر ګام ئې د اړتيا له مخي لمنليکونه خوړلي دي او د کتاب متن پر (۲۳۴) مخ پای ته رسېدلی دئ.
له دې وروسته له (۲۴۰) مخ څخه تر (۳۶۰) مخ پوري د اکاډمېسن پوهاند علامه عبدالشکور رشاد مغتنمه لغتنامه هم مل ده. لغتونه د الفبې د تورو پر اساس ترتيب سوي چي پکښي د مشکلو لغتو حل له معناوو، فونيميکو شکلونو، حوالو او مثالو سره ليکل سوي. دا لغتنامه لومړی وار په (۱۳۵۳ل.) کال د خيرالبيان د کابل عکسي چاپ سره خپره سوې وه خو په حاضر متن کي د لغتونو په توضيح او تشريح کي زياتوالی راغلی.
دا کتاب بایزید روښان په څلورو ژبو (عربي، پښتو، پارسي او هندي) لیکلی دئ او د خپلي عقیدتي او عرفاني لاري ټول کوائف او اصول ئې په څلوېښتو بیانو کي بیان کړي دي.
د خیرالبیان خطي نسخه په (۱۹۵۹م.) کال کي د پېښور د پښتو اکاډیمۍ مشر مولانا عبدالقادر (۱۹۰۵-۱۹۶۹م.) د جرمني د تیوبینګن ښار په کتابخانه کي وموندله او په (۱۹۶۷م.)کال کي لومړی ځل د خیرالیبان متن د دغي یوې او واحدي نسخې له مخي د حافظ عبدالقدوس قاسمي له یوې مفصلي سریزه سره د پېښور د پښتو اکېډمۍ له خوا چاپ سو.
د جرمني له دغي نسخې څخه په (۱۳۵۳ل.= ۱۹۷۴م.) کال کي د بایزید روښان د بین المللي سیمینار په ویاړ د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له خوا خیرالبیان دوهم ځل د لوی استاد علامه حبیبي، فاضل استاد بېنوا او علامه پوهاند رشاد د مفصلو سریزو او د پوهاند رشاد له یوې مغتنمي لغتنامې سره په عکسي ډول چاپ سو.
د خیرالبیان دغه واحده معلومه نسخه (د جرمني نسخه) نیمګړې وه او یوازي د سریزي برخه ئې په څلورو ژبو وه، د متن برخه ئې یوازي په پښتو ژبه وه. خو له نېکه مرغه په شپېتمو کلونو کي چي کله سرمحقق زلمي هیوادمل د هند د کتابخانو د خطي نسخو فهرست جوړاوه، د هند د حیدر آباد-دکن د سالارجنګ موزیم د خطي نسخو په کلیکسیون کي ئې د خیرالبیان یوه بله نسخه وموندله او په (۱۳۶۳ل.) کال کي په خپل کتاب (د هند د کتابخانو پښتو خطي نسخې) اثر کي دغه نسخه معرفي کړه. د خیرالبیان دغه نسخه (د سالارجنګ موزیم نسخه) بشپړه نسخه ده، چي د متن برخه ئې هم په څلورو سرو ژبو ده. د هند د دغې نسخې له پیدا کېدو سره د خیرالبیان د یو بل بشپړ متن د چاپ ضرورت حس سو او په متنپوهنه کي چي د یوه زاړه متن نوري او بشپړي نسخې وموندلي سي، نو زاړه چاپونه ئې باید ورسره مقابله سي، یو نوی او له تېروتنو څخه پاک متن ئې باید تهیه او چاپ سي. وروسته بيا زموږ محقق لیکوال استاد محمد معصوم هوتک د هند د سالارجنګ موزیم دغه نسخه له څو میاشتو پرله پسې کار ورورسته په خپله اصلي بڼه له لازمو توضیحاتو او تحشیو سره چاپ ته اماده کړه او په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا په (۱۳۹۶ل.) کال چاپ سوه.
خو دا وار يوازي پښتو برخه چاپ سوه ځکه چي خيرالبيان د تعليمي او تحصيلي مؤسساتو په نصاب کي شامل کتاب دئ او سر و کار ئې هم له پښتو برخي سره دئ.