Homeخبرونهحمدالله محب د لوړ پوړو چارواکو په ملتیا کندهار ولایت ته تللی

حمدالله محب د لوړ پوړو چارواکو په ملتیا کندهار ولایت ته تللی

تاند ( یک شنبه، د جدي ۱۴) د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په ملتیا کندهار ولایت ته تللی.

د ملي امنیت شورا دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې حمد الله محب به په دې سفر کې د کندهار له سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو، د مدني ټولنې له استازو، ځوانانو او د ښځو له استازو سره وګوري.

دا پلاوی داسې مهال کندهار ته ورځي چې تازه تېره ورځ ناوخته د کندهار والي له دندې ګوښه شوی دی.

د کندهار ګوښه شوی والي حیات الله حیات د یاد ولایت په هوایي ډګر کې د دې پلاوي هرکلي ته ورغلی دی.

سرچینه وایي چې په دې پلاوي کې ‏د ملي امنیت سلاکار،  لوی درستیز،  د کورنیو چارو وزیر ، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مشر شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....