دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکوټه کې د وتلي شاعر او لیکوال سلیمان لایق د ادبي خدمتونو...

کوټه کې د وتلي شاعر او لیکوال سلیمان لایق د ادبي خدمتونو ستاینه وشوه

تاد (یک شنبه، د جدي ۲۴) په کوټه کې د نومیالي شاعر او لیکوال سلیمان لایق د ادبي خدمتونه د ستاينې په پار غونډه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې چې ګڼ شمېر لیکوالو او شاعرانو په کې ګډون کړی وو په کې د ښاغلي سلیمان لایق د هنري او ادبي خدمتونو ستاینه او ارزونه وشوه.

د غونډې ګډونوالو لیکوالو پکې د نوموړي پر کار او ژوند مقالې اورولې او د نوموړي په یاد یې ویناوې کولې.

د پښتو ژبې نومیالي انقلابي او مزاحمتي شاعر او سیاستوال سلیمان لایق د تېرې جولای په ۳۱مه د لوی اختر په لومړۍ ورځ د 90 کلونو په عمر په جرمني کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

د لیکوال او څېړونکي لطیف بهاند د یوې مقالې له مخې د سلیمان لایق اصل نوم غلام مجدد وو او د ۱۹۳۰م کال د اکتوبر پر ۱۲مه د افغانستان د پکتیکا ولایت د مرکزي ښار ښرنې په ایمني خېل کلي کې زېږېدلی وو.

د سلیمان لایق د پښتو او دري شعرونو او نثر کتابونه چاپ شوي دي چې په هغوی کې د ځینو نومونه په دې ډول دي:

چونغر (شعري ټولګه)، کیږدۍ (شعري ټولګه)، یادونه او درمندونه (شعري ټولګه)، قصې او افسانې (شعري ټولګه)، د اباسین سپېدې (قصې)، (شپېلۍ)، سپرغکې (د څلوریځو ټولګه)، سندرې په سویو واټونو کې (شعري ټولګه)، بادبان (دري شاعري)، سمت روشن جاده ها (دري شاعري) او نور آثار شامل دي.

سلیمان لایق له یوې مذهبي کورنۍ سره تړاو درلود او ده پخپله هم دیني زدکړې کړې وې.

لومړۍ دیني زدکړې یې پخپل کلي کې پیل کړې وې او وروسته کابل ته تللی وو او د ژوند زیاته برخه یې هلته تېره کړې وه.

1 COMMENT

  1. افغانستان او افغانان ادعا کوي چې کوټه یا کویټه او پېښور د لویې پښتونخوا برخې او د افغانستان خاوره ده. که پاکستان یا پاکستانیانو د لایق یادغونډه کوله په لاهور، سیالکوټ، فیصل اباد او د پنجاب په نورو ښارونو کې به یې کړی وای. که څه هم چې تاند تر ډېره ملي سیاست تعقیبوي خو ځینې وختونه داسې څه لیکي لکه خپل ځان او سیاسي زاویې پورې چې خاندي. لطفا دا مسایل په پام کې نیسئ.
    احمد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب