جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمسوولان؛ د فساد مخنيوي په خاطر به د پوهنې وزارت سیستمونه برېښنایي...

مسوولان؛ د فساد مخنيوي په خاطر به د پوهنې وزارت سیستمونه برېښنایي شي

تاند ( یک شنبه، د جدي ۱۴) د پوهنې وزارت مسوولانو تېر ماښام له ولسمشر سره په يوه ناسته کې په دې وزارت کې پر اصلاحاتو خبرې کړې دي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې وایي چې په دې ناسته کې د پوهنې وزارت سرپرستې رنګېنې حمیدي ويلي د پوهنې وزارت پر تشکیلاتو د کار ترڅنګ هڅه کوي څو معارف له سیاست لرې وساتي.

هغې زیاته کړې هڅه کوي څو د فساد د مخنيوي په خاطر په دې وزارت کې جوړښتونه تخنیکي او سیستمونه برېښنایي کړي.

خبرپاڼه کاږي چې دغه راز ولسمشر غني  د پوهنې وزارت سرپرستې ته ډاډ ورکړ چې پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو د تطبیق په موخه به د ولسمشر بشپړ سیاسي او اداري ملاتړ ولري.

ولسمشر ویلي هېڅ اداره به پرېنږدي چې د پوهنې وزارت د اصلاحاتو په بهیر کې لاسوهنه وکړي.

د پوهنې وزارت مسوولان داسې مهال د دې اصلاحاتو او په دې وزارت کې د فساد د مخنيوي په خاطر د سیستمونو د برېښنايي کېدو خبر ورکوي چې د یاد وزارت وزيرې رنګینې حمېده څه موده وړاندې له ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه نکړای شوه.

سره له دې چې نوموړې د باور رایه نه ده ترلاسه کړې بیا هم په خپل دنده پاتې ده او لا دې وزارت ته نوی کس نه دی معرفي شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب