له نن څخه اویا زره کاله پخوا انسانان په ځنګله کې اوسېدل. له هغه وروسته له ځنګله څخه راووتل، اواري ته راغلل، بزګري یې شروع کړه، فصلونه یې وکرل، کلي یې جوړ کړل، ښځو به چې له سړو سره په ځنګله کې یو ځای ښکار کاوه په کور کېنول شوې او د وارثانو د ساتلو مسولیت یې ور په غاړه کړ. له هماغه وخته ټولنه هم را پیل شوه.
داچې انسان له ځنګله څخه راوتی او د طبیعت بچوړی دی. نو انسان هم په اصل کې لکه نور حیوانات حیوان دی. همدا حیوان که په ټولنه کې ازاد پرېښول شي زیان اړوي. نو باید مخنیوی یې وشي. د مخنیوي لاره یې دا ده، چې په کنټرول کې راوستل شي. په همدې خاطر د انسان د کنټرول لپاره بیلابیل قوانین وضعه شوي دي. د انګریز فیلسوف هایس په اند انسان فطرتا د ځیرونکو حیواناتو غوندې وحشي دی، که ازاد پرېښودل شي، هماغسې به سره وخوري، لکه د ځنګل حیوانات. دا مدنیت او ټولنه ده، چې انسان یې انسان کړی. خو روسو د هایس پر خلاف په دې اند و، چې انسان فطرتا شریف او سپېڅلی دی. دا خو مدنیت دی، چې له فرد نه وحشي جوړوي. هغه قومونه چې په ځنګله کې اوسېږي، تر ښاري مدني انسان انسانیت ته ډیر نږدې دی.
هراري وایي، انسان د تخیل په مرسته د ځان د ګټې لپاره ټولنیز دودونه جوړ کړي او باور یې پرې پیدا کړی، چې دوی ته خیر ورسوي. د همدې تخیل په مرسته یې په داسې څه باور کړی، چې اصلا وجود نه لري. موږ هم په پخوانیو داستانونو کې د دېوانو، ښاپېریو، شیشکو، هوايي توشکونو او… کیسې لرو. یو وخت به همدا کیسې خلکو منلې او باور به یې پرې کاوه؛ خو اوس چې انسان یو څه پوه شوی، نه یې مني او خرافات ورته ښکاري.
د مصر اهرامونه فرعونیانو د ځانونو لپاره جوړول د خوفوف په اهرام، پوره شل کاله یو لک کسانو کار وکړ. دغو خلکو به ډوډۍ خپله خوړله او مزدوري به یې نه غوښتله. یوازې د ثواب لپاره به یې کار کاوه. دوی فکر کاوه چې د خدای د زامنو(فرعونیانو) رضا، د خدای رضا ده.
د اشرف المخلقات کلمه انسان ته د شرافت لپاره کارول شوې چې یو بل ته شر نه رسوونکی موجود دی؛ خو که تاریخ ته وګورو انسان تر بل هر موجود ډیر شر هم رسولی. له اسلام څخه مخکې، را وروسته تر صلیبي جنګونو بیا نړیوال جنګونه چې ډیر زیات خلک پکې مړه او ورک شول ان تر داننه پورې چې یو بل وژنو، ورانکارۍ کوو. دا ټول انسانانو کړي او کوي یې. نو انسان سره له دې چې اشرف دی، ضرر رسونکی هم دی. د روسو په خبره دا مدنیت دی، چې له فرد نه یې وهشي جوړ کړی.
بادار چې غلام ته هر څه ووایي هغه یې کوي، ځکه دی یې خپل مال وي، په خپل مال یې چې هر څه زړه وغواړي کولی یې شي. همداسې کله چې د انسان کنټرول بل څه/څوک په لاس کې واخلي، بیا یې خپل مال شي، هر څه یې چې زړه وغواړي پرې کولی یې شي. له دې غلامۍ څخه د وتلو لاره یوازې د ځان په پیژندلو کې ده. کله دې چې ځان وپېژانده چې څنګه رغښت(باطني جوړښت) لرې بیا له همدغو بندیخانو څخه راوتلی شې.
مخکې مو یادونه وکړه، چې د انسان د کنټرول لپاره بیلابیل قوانین وضعه شوي دي. پوښتنه دا ده، چې انسان څنګه کنټرولیږي؟ انسان په دوه شرطه کنټرولېدای شي. یو یې د ډېټا (د معلوماتو د پنډ) انتقال دی، دا ډېټا که انسان ته په داسې ډول انتقال شي، چې له پیدایښت څخه رانیولې تر مړينې او له مړینې څخه وروسته د ژوند ټوله لاره وروښيي؛ یانې د ژوند د سفر لپاره هر ډول وسایل لکه څوک چې په سفر ځي او د سفر ټول وسایل له ځان سره وړي، همدا شان د انسان د ټول ژوند هر څه پکې راونغښتل شي. کله چې د ژوند لاره مشخصه شوه، نو ژوند ته مو مانا ورکړل شوه. په دې طریقه فرد د راتلونکي له تشویشونو ساتل کیږي او په حال کې ذهني سکون ترلاسه کوي. کله چې ارامه شو، بیا بغاوت ته زړه نه ښه کوي. دویم شرط یې د مقابل فرد پېژندل دي، کله مو چې مقابل فرد له هغه څخه ډیر وپېژانده، چې څومره کمزوری او قوي دی، څه خوښوي، له څه یې بد راځي او تر کومه حده په څه باور کولی شي، بیا یې د کنټرول په تکمو ښه پوهیږئ او مناسبه ډیټا ور انتقالولی شئ.
په پای کې به ووایم، چې کلتور، رسم و رواج او نور قوانین انسان ته د دې لپاره جوړ شوي، چې پرې کنټرول شي او هر قانون د وخت په تیرېدو خوسا شوی، ځای یې نويو قوانینو نیولی. که د نویو پرځای په زاړو تکیه وکړل شي، داسې به وي، لکه خوشحال خان ته چې مغولو د خپلو ښو یادونه وکړه او ده ته د نمک حرامه خطاب وکړ، نو خوشحال خان پښتني غیرت ونیو او له مغولو سره یې لاس یو کړ، د مغولو پر وړاندې پاڅېدلي خپل پښتانه یې ووژل.
مثلا فرد که ټکنالوژي ته ډیر ورننوځي، ټکنالوژي همدا فرد استعمالوي او که کمه یې استعمال کړي، یوازې ګټه ترې واخلي، بیا فرد تکنالوژي استعمالوي. همداسې نورو قوانینو کې که ډېر غرق شي، پر فرد غالبېږي، کله چې پرې غالب شول، بیا فرد اسانه استعمالولی شي؛ خو که انتخاب پکې وکړي، هغه څه چې هم یې ځان ته او هم بل ته ګټور وي او له دې اوسنۍ نړي سره برابر وي، ترې راواخلي بیا فرد همدا قوانین استعمالوي.