جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کانونو او پټرولیم پخوانی وزیر په یوه کال بند محکوم شو

د کانونو او پټرولیم پخوانی وزیر په یوه کال بند محکوم شو

تاند(شنبه، د جدي ۱۳) د کانونو او پټرولیم پخوانی وزیر وحیدالله شهراني له دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور په ۱۳ میاشتې بند او یو نیم میلیون امریکايي ډالرو نغدي جریمې محکوم شو.

د سترې محکمې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د جزا قانون له مخې نوموړی د تضمین په توګه د یو نیم میلیون امريکايي ډالرو یا د دې معادل د افغانیو په ورکړې او په یو کال او یوې میاشت حبس محکوم شو.

د اعلامیې د مالوماتو له مخې په هرات ولایت کې د یوې فابریکې د جوړېدو په چارو پر نوموړي دا تور پورې شوی دی.

سرچینه وايي، شهراني له وظیفوي صلاحیت څخه ناوړه استفاده کړې ده چې یاده سزا ورته اورول شوې.

تر اوسه خپله وحیدالله شهراني کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب