Homeخبرونهپمپیو: تېر یو کال په افغانستان کې هېڅ امریکايي سرتېري نه دی...

پمپیو: تېر یو کال په افغانستان کې هېڅ امریکايي سرتېري نه دی وژل شوی

تاند (شنبه د جدي ۱۳) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي، له نژدې یوه کال راهیسې په افغانستان کې هېڅ امریکايي سرتیری نه دی وژل شوی.

پمپیو د سولې مذاکراتو ته په کتو په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغانان د خبرو اترو په حال کې دي، څو یوې هوکړې ته ورسېږي.

مایک پمپیو داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې زیاتې شوي دي.

تېر ۲۰۱۹ کال په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۲۰ تنه ښودل شوی و.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې له مخې طالبانو پر امریکايي ځواکونو بریدونه ودرول، خو له افغان پوځ سره یې په ډېرو ولایتونو کې اوس هم نښتې دوام لري.

له امریکا سره د طالبانو تر هوکړې وروسته د ۱۳۹۹ کال د سنبلې میاشتې په ۲۲مه د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې چې د درې میاشتو لپاره یې دوام وکړ او پر اجنډا تر هوکړې وروسته د ۱۵ ورځو لپاره وقفه اعلان شوه.

ټاکل شوې چې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي ټیمونو تر منځ د سولې دویم پړاو خبرې د روانې جدي میاشتي په ۱۶ په دوحه کې پیل شي.

که څه هم د افغانستان حکومت په دویم پړاو مذاکراتو کې پر اوربند ټینګار کوي خو طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...