جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کندهار والي حیات الله حیات له دندې ګوښه شو

د کندهار والي حیات الله حیات له دندې ګوښه شو

تاند (شنبه د جدي ۱۳) د کندهار والي حیات الله حیات د ولسمشر غني په امر له دندې ګوښه او پر ځای یې روح الله خان زاده د نوي والي په توګه وټاکل شو.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې دغه ټاکنه ددې ادارې په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام له لوري شوې ده.

روح الله خان زاده تر دې وړاندې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو د استازي په توګه دنده تر سره کوله.

حیات الله حیات په ۱۳۹۷ کې د کندهار د والي په توګه وټاکل شو او تر دې د مخه یې د ننګرهار د والي په توګه دنده ترسره کوله.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و چې ښاغلی حیات د کورونا په بودیجه کې د اختلاس په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

1 COMMENT

  1. خبره د والی خیانت ده او که د هغه د پولیسو د خیانت افشاګری؟ ګمان کولای سو چه دا به د هغه د پولیسو د فساد نه پرده پورته کول وی. د ارګ تیزرفتارو باید یوڅه تحقیق کړای وای او که د پولیسو فساد ثابت سوی نوای نو بیا یی باید والی له کاره ایستلای وای.
    داسی مالومیږی د کندهار د پولیسو مشر ښه چالاکه کس دی چه فساد یی د جنګی جبهو د مقاومت په جامو پټ کړی او د ارګ عصبانیت یی راپارولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب