جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+پښتانه او ناسم تعبیرونه| جمال الله ناصرزی

پښتانه او ناسم تعبیرونه| جمال الله ناصرزی

ولې پښتانه او په ټوله کې افغانان تل د بدبختیو او ناخوالو سره لاس او ګریوان دي؟ ولې مو د یو نسل نه بل نسل ته دا ناخوالې وغځېدې او نسلونه نسلونه مو په بدبختيو کې رالوى او ختم شول؟ ولې د نړۍ یو بل هیودا له داسې نه ختمیدونکي ناورین سره ندی مخ شوی؟ ایا دا هر څه په مونږ له بهره تحملیږي او که مونږ پخپله کوم بنسټیز مشکل لرو؟ دا او دې ته ورته ډیرې پوښتنې دي چې د افغانانو ژوند يې تریخ کړی. څه کول پکار دي؟ رحمان بابا وايې؛

 خـــدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم

 څوک چې نه بدلوي خپل حالت په خپله

د حالت د بدلون لپاره؛ راویښیدل پکار دي، فکري بدلون ته ضرورت دی، علمي څیړونو او عامه پوهاوي ته ضرورت دی. په هره سیمه، کلي او بانډه کې باید عام خلک وپوهول شي. نور باید اجازه ورنکړو چې هر څوک مو د اسلام، پښتونولۍ یا افغان، غیرت او ننک په نام لکه پسونه استفاده کړي. ناوړه دودونه، غلط روایتونه باید د سوال لاندې راشي، وڅیړل شي، لیکنې او بحثونه پرې وشي.

 یو د ناسمو تعبیرونو چې پښتانه يې بدبخته کړي او د پښتنو په شخصيتونو يې تر ډیره ناوړه اغيزه کړي هغه د پښتون د کلیمې د تورو هغه پورته په سور خط چلیپا کړی شوی وضاحت يا لغوي تعريف دی. دا تعریف مې په کوچنیتوب، د ښونځي په دوره او اوس د ټولنیزو رسنیو په دور کې ډیر اوریدلی او تر سترګو شوی. نه پوهیږم دا تعریف چا او په کوم بنسټ کړی؟ که کوم پښتون لیکوال کړی وي او د پښتنو اوسنۍ بدبختۍ وګوري، نو ډاډمن یم چې په دغه تعریف به یې له سره کتنه کړي وه. خو که کوم بهرني لیکوال کړی وي، نو ښه په سوچ او فکر یې کړی، پوهیده چې د پښتنو له احساساتو څنګه ګټه پورته کړي او د غیرت کندې ته یې وروغورځوي، چې هلته ښه توریالي او پیاوړي وروزل شو، نو بیا کولای شي په اسانۍ سره یې استفاده او وجنګوي، ځکه که وګورو د سوک وهنې، کراټو او دې ته ورته نورو لوبو لوبغاړي یواځې د لوبې په انتظار وي، د لوبي کټلو لپاره په پوره تیاري او جوش میدان ته کوزیږي او د لوبې کټل تل پاتې ویاړ ګڼې. له دې لوبې سره یې دومره مینه وي چې د عمر په زیاتیدو بیا د روزونکي دنده په غاړه اخلي او د ځان په شان لوبغاړي روزي.

 وین ډاییر وايې ” که چیرې تاسو شیانو ته په کتلو  خپل لید لوری بدل کړئ، هغه شیان چې تاسو ورته کورئ بدلیږي” نو راځئ د پښتون په اړه خپل لید لوری بدل کړو، پورته هغه بل وضاحت چې د پښتون په تړاو شوی، زما شخصي نظر دی او غوښتل مې چې یواځې خپله لیکنه پرې واضحه کړم، پښتون ډیری ښه صفتونه لري خو له بده مرغه مونږ تل هغه چلیپا کړل شوي صفتونه ستایلي او خپل کړي، دلته غواړم دا واضحه کړم چې د پښتنو لیدلورى څومره د پښتنو په بد بخته کیدو کې مرسته کړي.

له کوچنیتوبه مې د پښتون د میړانې، غیرت، ننک، پیاوړتوب، تورزنتوب او ښاغلیتوب کیسي اوریدلي. د دې کیسو په اوریدو سره به مې د ورته صفتونو یو قیسم احساس په وجود کې راپیدا شو، حتی بغضې وختونه به مې په خیالاتو کې ځان د دغه شان کیسو په لوبغاړي بدلولو او د یو پبښتون په خیالي نړۍ کې به ورک شوم. خو چې کله رالویدم نو د دغه کیسو له حقیقي لوبغاړو سره مخامخ کېدم. ښاغلی او ویاړلی پښتون به هغه وو چې لویه دیره يې لرله، میلمستیا وې يې ورکولې او د لرې لرې ځایو به د ده په شان خلک ورتلل. اما په همدغه کلي کې به داسې غریبان هم اوسیدل چې د اولادونو لپاره به یې د ماښام ډوډۍ نه درلوده، د دغه ښاغلو کورته چې به د غلې دانې لپاره ولاړل، نو دوی به من غنم په دوه منه د درمندونو(د نوي فصل د اخیستلو موسم) په قرض ورکول.

 تورزن، پیاوړی او ننګیالی پښتون به هغه وو چې د تربور د څپیړې جواب به یې په سوک ورکولو. که به یې په پوله پټي لانجه شوه، خبره به تر جنګ او مرک ژوبلې رسېدله، کالونه کالونه به دوشمنیانې وې. که به د هر یو لاس بر شو نو د یو په غچ کې به یې دوه وژل او په اخیر کې به یې خپله مظلومه او بی ګناه خور یا لور په بدو(سوره) کې ورکوله، د الله تعاله په دغه مظلوم مخلوق به داسې وخت راغلو چې سل ځله به يې مرګ له ژونده بهتر ګڼه، خو دغه ژوند يې د خپل ننګیالي ورور او پلار د عزت لپاره قبول و.

  چې کله ښوونځۍ ته ولاړم او د تاریخ کتابونه مې ولوستل، په هر کتاب کې به هم د ننګیالي، توریالي او پیاوړي پښتون کیسي لیکلي وې. د تاریخ استادانو به د دې اتلانو نومونه په ډیر ویاړ سره اخیستل او د جنک صحنه به يې داسې تصویره وله چې همغه وخت به دې ارزو کولا چې کاش ما هم په دغه جنک کې برخه درلودلی، نو اوس به مې نوم په داسې ویاړ سره اخیستل کیدی. اما چې کله مې د تاریخ پوهانو څیړنې مطالعه کړې، په دې پوه شوم چې ډیری وخت دغه توریالو د جنک میدان کټلی، اما چې کله د میز په سر ناست دي بیایې هرڅه بیلالي. که وکتل شې په سیاست کې جنک تل د میز د میدان کټلو لپاره کیږي او حقیقې بریا هم همدغه بریا وي.

 مونږ جنکیز مات کړه، لوی سکندر مو مات کړه، دری ځلې مو د نړۍ لويې امپراتورۍ انکلیستان ته ماتي ورکړه، د شوروي اتحاد مو دړې وړې کړه او اوس هم د نړۍ یو بل لوى طاقت په کوڼډو کېدو دی. اما که لږ څه فکر وکړو اصلي ماته دوي نه، بلکې مونږ خوړلي. که انکلیستان، روسي، یا امریکا ته ولاړ شئ، هیڅ داسې اثار به پيدا نه کړئ چې د دوي د ماتې ګواهي ورکړي او یا هم که هلته له چا پوښتنه وکړئ چې په کوم وخت تاسو افغانستان کې په جنک بوخت وئ، ایا ستاسو په ملک کې هم کوم ښونځی، پوهنتون، وداني، سړک او پول ونړید؟ حتمن به يې جواب نه وي. نو بیا څنګه کولای شو ووایو دوي ماته خوړلي؟ زما مطلب دانه دی چې افغانان باید لاس تر زنې ناست وی او د تیري کوونکو مقابل کې یې هیڅ نه وی کړي. دوې باید شړل شوی وی او وطن مو د اشغال خلاص کړی وی. اما په کوم قیمت؟ د اشغالګرو په مقابل کې جهاد تغریف درلود؟ تورزنو مجاهیدونوته هیواد د تیکه تیکه کولو جواز چا ورکړه؟ ملی شتمني ولې لوټ شوې؟ ټانک، الوتکي او د فابریکو وسایل ولې ګاونډي هیوادنو ته ډالي کړی شول؟ ولې داسې وشول؟ دا ځکه چې مونږ د ښاغلي، پیاوړي، ویاړلي، ننکیالي او توریالي لقبونه درلودل. ولې د نوري نړۍ قومونه دغه صفتونه نلري یا يې نه غواړي؟ ځکه چې دوي نه غواړي چې ښونځي، پوهنتونونه، سړک او پولونه يې وران ویجاړ شې، اولادونه يې بې سرپرسته شي، ټولنه يې په فقر او غربت کې ژوند وکړي، ملی شتمني یې لوټ شې او کلتور د لاسه ورکړي.

پښتانه نسلونه نسلونه توریالي، پیاوړي او ننکیالي دي، ځکه چې هر نوی نسل یې د ماشومتوبه د ورته صفتونو کیسي اوستایني اوريدلي او هر څوک په دغه ښاغلو ویاړکوي. نو به څنکه د یو نوي زلمي پښتون وینه په جوش نه راځي او د ننک توره به په لاس کې نه اخلې. ما په هیڅ کتاب کې ونه لوستل چې یو پښتون دې کوم نوښت کړی وې او یو داسې څه دې جوړ کړي وې چې افغانستان او نړې ته يې ګټه رسیدلي وي، دا خو لا څه کوې حتا د پښتو او پښتنو په اړه راته هم بهرنیو لیکوالانو څیړنې او لیکنې کړي. د تاریخ کتابونه مو په لوی لاس داسي لیکل شوي چې پښتانه یواځې جنکیالی وښایې. ما په هیڅ کتاب کې ونه لوستل چې پښتون جنک نه غوښت، اما جنک پري تپل شوی او جنک کولو ته مجبور شوی.د نموني په ډول؛ د ښونځي د تاریخ په کتابونو کې د احمد شاه بابا په هند د اوه ځلی د لښکر کشۍ یادونه کیږي، اما دا نه ذکرکوی چې په هند کې مسلمانانو او ځایې خلک د وخت د واکمنانو له ظلمونو په تنګ راغلي او د احمدشاه بابا يې په وار وار د کمک غوښتنه کړي، حتا مرهټو په افغانستان د تیري نیت هم درلود، اما بیا هم احمد شاه بابا د جنګ پرځاى د سولی له لارې د مسلې حل غوښت، چې ندی توانیدلی نو بیا لښکر کشې کړي.

زه غواړم د وین ډاییر خبره یو ځل بیا تکرار کړم “که چیرې تاسو شیانو ته په کتلو  خپل لید لوری بدل کړئ، هغه شیان چې تاسو ورته کورئ بدلیږې”. نو تر څو پوري چې فکري بدلون ونکړو تر هغې به پدې ناخوالو کې اخته یو. راځي نور مو ماشومانو ته د پښتنو د بي ځایه غیرت، تورزنولۍ، ننګیالیتوب او میړانیتوب کیسو پرځای دا ورذده کړو چې پوهه رڼا ده، تعلیم او تربیه مو ژوند ته ښکلا ورکوي، خوځښت بد بختي له مځنه وړي، د ورورولی په ژوند کې ارامي ده، نوښت مو په نړۍ کې نوم روښانه کوي. لکه څرنګه چې د ننکیالیو، پیاوړو، میړنیو او توریالیو کیسو زه د دې ښاغلو په خیالی نړۍ کې ډوب کړی وم او دومر تاثیر يې راباندي کړی وو چې حتا هیټلر مې خپل اتل ګڼلو، نو داسې به ستاسو ماشومان د پوهي، تعلیم او تربيې، ښیګڼو، نوښت او ورورولۍ کیسي د رڼاګانو په خیالي نړۍ کې ورکړي. څومره چې ماته سخته وه او کالونه کالونه وخت يې ونیو چې خپله خیالي نړۍ ونړوم چې لا تراوسه يې هم په نړیدو خواري کوم. داسې به مو اولادونو ته اسانه وي چې د خپلې خیالي نړۍ د ړنګیدو پرځاى د هغې د رڼاګانو څخه په کټې خپله حقیقي دنیا ودانه کړئ، چې رڼا ګانې به یې د هیواد یوه برخه هم ورسره روښانه کړي.

د سوکاله او ارامه افغانستان په هلیه!

ازمیر/ترکي ۱۵/۰۶/۲۰۲۰

3 COMMENTS

  1. پ = پیاوړئ
    ښ = ( ښاغلئ)
    ت= توریالی
    و = ( هېر می سوه چی څه مو لیکلی دی؟ )
    ن = ننګیالی
    ستاسی فرموده بالکل سمه ده
    خو
    داسی ښکاری چی:
    ” طبیعت ” د مځکی د هر اړخیزی جغرافیا د معمارۍ تر څنګ نوری په زړه پوری ( تاریخ زېږوونکی ) او ستراتژیکی ( بشری ) معمارۍ هم د ( ماسټر پلان ) په بڼه تنظیم کړی وی
    پدې معنی چی:
    ” طبیعت ” د پښتون د حساس مؤقعیت له کبله ( د نورو حساسو لویو دولتونو د حساسو قِماربازانو د مېز د مؤقتی توازن او مؤقتی ویجاړېدو ) د پښتون ټبر په زیږه خټه کی دا ډول زیږه خصلتونه تعبیه کړی دی .
    په بله ژبه؛
    اجازه دی راکړه سی ووایم:
    که پښتون ددې زیږو خصلتونو پر ځای د نرمو او نازکو عواطفو څښتن وای نو ممکن پرون او نن ورځ د سیمی او حتی نړۍ سیاسی جغرافئې بله بڼه درلودای او حتی دا ادعا هم کولای سو چی:
    که پښتون ټبر د ټینګ یووالی درلوونکی وای نو هم به ددې درنو نړیوالو لوبو او ژورو بدلونونو شاهدان نه وای ځکه په هغه صورت کی به د یوه قدرت په مدار کی را ګیر او د ” طبیعت ” د معمارۍ معادله به د ستونزو سره مخامخ وای.
    ولیدل سی چی په راتلونکی کی به د پښتون رول ددې معادلې په څرنګوالی کی کوم مؤقعیت او کوم رول ولری. ( اوس مهال خو کیسه پېچلې ښکاری ) .

  2. سلامونه،
    ورور جمال الله ناصرزی صاب ! ته هم ښه واېې ؛ د ښاغلي غلام حضرت خان تصحيح هم صحيح ده.
    تاسو دا ليکنه له دوست هیواد ترکيې له ازمير ښار څخه کړېده! .فکر کوم هلته به سبق وایئ یا څنګه ؟ په هر حال د ورور ولس تُرک ځانګړنې به هم له نيژدې وینې چې پښتنو افغانانو ته ډیر ورته دي حتی هغوی داسې ملي او اسلامي غرور لري چې مشران ېې اوس هم د عثمانلي امپراطوري سوچونه لري . اوس دوی ته ویلی شې چې ولې داسې افتخار کوئ؟؟
    پښتنو هم په تاريخ کې ډیر ویاړلي کارونه کړي او هاه د یما پاچا نه ېې راواخله تر سوریانو،لودیانو، غوریانو ، ابدالیانو، هوتکو ا.د.ن. همهاغه پنځه واړه صفتونه چې تا پرې چلیپا وهلې ګټلي او + نور ښه خاصیتونه لکه میلمه پالنه، هوډ، ناموس، سر او مال ساتنه او… لري ، البته دا ۵ نوي کلمات چې تاسې لیکلي هم ڼنۍ نړۍ ته اړين دي (پوهه،ښېګڼه، تربیه او تعليم، ورورولي او نوښتونه) ؛خو د پورتنیو طبیعتي او خدا داد ځانګړتیاوو ځای نه شي نیولی ؛ که ژور فکر وکړو د دې نویو پوهنو اصلي موخه بیرته همهغو پیاوړتوب یا قوي کیدلو، ښاغلتوب یا افندي توب! ، تورزنتوب یا د ناټو غړيتوب!!!، ویاړنې یا په ټکنالوژي او اټوم بمونو افتخار او تهدیداتو کول!، ڼنګیال توب یا پر ناموس+وطن + سر او مال ڼنګه کولو ته ګرځي .
    هویدا ده چې د وطن دا ۴۰ کلنه غمیزه کې د ابرقدرتانو، سيمې، ګاوڼډیانو شیطنتونه او د ځينو ناپوهو افغانانو غولول او د ځان په ګټو استعمالول د حقيقي ځانګړنو بل رقم تعبیرولو ته لیارې هواروي.
    تر ټولو اړینه اوس سرتاسري او با ثباته پر امنه سوله ده ځکه په جنګ کښې مڼې نه ویشل کیږي.
    په درناوي.

    • مننه ګران حمیدالله زړه ور صافی صيب له نظره مو!
      هو په ترکیه کې په زده کړو بوخت يم. د ترکانو يوه ځانګړنه دا هم ده چې د وخت مطابق د ورور کليمه استعمالوي او د نړۍ سره ځان د سيال کولو هڅي هم کوي. د عثماني امپراتورۍ خوبونه؟؟ کومو چې يې خوبونه ليدل، هغه ورته اوس اقتصادي بحران ګډوډ کړي او دا پاتې نور يې مصطفی کمال ته په وياړ سره د پلار خطاب کوې. نو څنګه به د عثماني امپراتورۍ خوبونه و وينئ؟
      ښاغلی!! هيله ده چې پورته ليکنه مو په پوره توګه لوستلی وئ. ما د چليپا کړی شوو کلیمو وضاحت په پوره ډول کړی. زما مطلب دا ندی چې زه دې د افغان په تاريخ، اتلانو، کلتور او وياړونو چليپا راکاږم. يو ملت چې دغه هرڅه ونه لرې هغه ملت شتون نه لري. خو بريالي ملتونه د عصر مطابق ځانونه جوړوي او هيڅ کله يو نواخت حرکت نه کوي.
      تاسو ماته د قران يو ايات راوړي چې هلته دې ويل شوي وي چې افغانان په طبيعي ډول د دغه چليپا کړی شوو خصوصياتو خاوندان دي او دا نورې ځانګړتياوې د دوی فطرت نشې منلی. هيڅ داسې آيات نشته او نه ساينس ثابته کړي چې پښتون دې په طبيعي ډول د دغه ځانګړنو خاوند وي او بس، نو بیا څنګه ویلی شو چې طبیعت پښتنو ته جدا ځانکړتیاوي ورکړي…… دا هر څه يواځې پر زمونږ تپل شوی فکري لید لوری دی چې زمونږ خوصوصیات يې له نوری نړۍ جدا کړي…. دا درته په ډاډ ویلی شم؛ کوم استعداد او لياقت چې په پښتون کې شته د نړۍ په هيڅ يو ملت کې نشته، خو بدبختانه ډیری پښتانه په دغه چليپا کړی شو ځانګړتياو پسې روان دي او وياړ پرې کوي.
      په څه شې بايد وياړ وکړو، جنګ کوو د يو کافر سره، وسله بل کافر راکوی. د جنګ د ګټلو ورسته نه پوهيږو چې اوس څه وکړو، اخير داسې څه کوو چې تاريخ پاڼې يې د ليکلو عاجزي وي.
      الله دې وکړي چې له دې ناخوالو نور خلاص شو.
      په درناوي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب