Homeخبرونهجنرال مېلر له افغان پوځي چارواکو سره په وروستي امنیتي وضعیت خبرې...

جنرال مېلر له افغان پوځي چارواکو سره په وروستي امنیتي وضعیت خبرې کړي

تاند (شنبه د جدي ۱۳) په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر له افغان پوځي چارواکو سره د امنيتي وضعيت په اړه خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، په دې ناسته کې پر روان امنیتي وضعیت او د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالي په تړاو خبرې شوې دي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له لوري نن شنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي مېلر د افغانستان له لوى درستيز جنرال ياسين ضياء، د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي، د ملي دفاع وزارت مرستيال شاه محمود مياخېل او د ملي امنيت لوى رئیس ضياء سراج سره ناسته کړې ده.

سرچینه زیاتوي، دواړو لوريو د امنيتي ارګانونو ترمنځ پر همغږۍ ټينګار وکړ، څو د سولې لپاره زمينه برابره شي.

دغه امریکايي چارواکي داسې مهال له افغان لوړپوړو چارواکو سره لیدلي چې په هېواد کې د ناامنیو په ځانګړي ډول د هدفي وژنو او چسپکي ماین چاودنو پېښې زیاتې شوي دي چې خلک یې خورا اندېښمن کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...