جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د مذاکراتو له دویم پړاو مخکې د قطر له امیر...

ولسمشر غني د مذاکراتو له دویم پړاو مخکې د قطر له امیر سره خبرې کړي

تاند (شنبه د جدي ۱۳) ولسمشر اشرف غني د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره د سولې او اوربند په هکله ټلیفوني خبرې کړي دي.

ارګ نن شنبه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، په دغه ټلیفوني مکالمه کې د قطر امیر ژمنه وکړه چې حکومت به یې د اوربند ټینګېدو په اړه د زمینې برابرولو برخه کې هڅه وکړي.

په بیان کې دغه راز راغلي، ښاغلي غني او د قطر امیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا او په ځانګړي ډول د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني په داسې مهال د قطر له امیر سره خبرې کړي چې ټاکل شوې د راتلونکي سه شنبه په ورځ (د جدي په ۱۶) په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ د سولې دویم پړاو خبرې پیل شي.

تر دې وړاندې د افغانستان مرکچي پلاوي په ټینګار سره ویلي چې په دوهم پړاو مذاکراتو کې به له طالب استازو سره په اوربند او ځینو نورو مسایلو خبرې وکړي.

د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لومړی پړاو د روان کال د سنبلې میاشتې په ۲۲مه پیل او د عقرب په ۲۲مه پای ته ورسېد.

د یادونې وړ ده چې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو سره سره په هېواد کې د جګړې لمن پراخه شوې چې ورسره د ملکیانو، خبریالانو، د بشري حقونو او مدني فعالانو ترورونه هم ډېر شوي دي.

بلخوا د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د مذاکراتو دوهم پړاو کې باید د خبریالانو د ترور په اړه بنسټیز بحثونه وشي.

روانه اونۍ د حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي هم وویل چې په دوهم پړاو مذاکراتو کې به له طالب استازو سره د خبریالانو د هدفي وژنو په هکله خبرې وکړي.

دغه خبرې وروسته له دې مطرح کېږي چې په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې شپږ خبریالان وژل شوي.

که څه ددغو وژنو مسؤلیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو د افغانستان حکومت یې پړه پر طالبانو اچولې ده؛ ولې طالبانو بیا په هدفي بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب