جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان وایي افغانستان سره ښې اړیکې يې په سوداګریز مرکز بدلولای شي

پاکستان وایي افغانستان سره ښې اړیکې يې په سوداګریز مرکز بدلولای شي

تاند ( یک شنبه، د جدي ۱۴) پاکستان هڅه کوي افغانستان سره سوداګريزې اړيکې پراخې کړي.

د یاد هېواد چارواکو ویلي چې له افغانستان سره د ښو اقتصادي اړیکو لرل به پاکستان په سیمه کې په سوداګریز مرکز بدل کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیرعمران خان سلاکارعبدالرزاق ویلي چې دوی له افغانستان سره د ښو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د جوړولو لپاره اوږودمهاله او لنډمهاله پلانونه جوړ کړي دي.

هغه زیاته کړې چې په اوږدمهاله پلانونو کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د رېل پټلۍ غځول شامل دي.

نوموړی وایي دوی هڅه کوي څو درې واړه هېوادونه لا پیاوړې او اغېزناکې سوداګریزې اړیکې ولري.

عبدالرزاق ویلي  چې دمګړی له افغانستان سره پر خبرو بوخت دي او پوره هڅه روانه ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې شته خنډونه له منځه یوړل شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړيکې وخت نا وخته د سیاسي اړیکو ښکار شوي.

افغان سوداګر وایي پاکستان تل خپلې ژمنې نه دي عملي کړي او هر کله یې له سوداګریزې برخې د سیاسي فشار په توګه کار اخیستی دی.

دوی وایي د پاکستان دا چاره نه یواځې افغان سوداګرو ته په زیان تمامېږي بلکې پاکستاني سوداګرپکې هم سخت زیان ويني.

د دواړو لوریو سوداګرتمه لري چې افغان او پاکستانی دولت به په دې برخه کې شته ستونزې حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب