دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهایران یوځل بیا د قاسم سلیمانې د غچ اخيستلو ګواښ کړی

ایران یوځل بیا د قاسم سلیمانې د غچ اخيستلو ګواښ کړی

تاند (شنبه، د جدي ۱۱۳) ایراني رسنۍ د دې هېواد د قضايه قوې مشر له قوله لیکي چې د سلیماني وژونکي به د ځمکې پر سر خوندي پاتې نشي.

سرچینې وایي چې د ایران د قضايیه قوې مشر ابراهیم ریسي ګواښ کړی چې د دې هېواد د لوړ پوړي پوځي قومندان قاسم سلیماني وژونکي پر ټوله ځمکه خوندي نه شي پاتې کېداى.

رئیسي آن د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  ته هم دا ګواښ کړی او ویلي یې دي چې نوموړي هم د سلیماني د وژنې په چارو کې لاس درلود.

د ایران د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳ مه نېته په عراق کې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

ایران د دې برید د غچ ااخيستلو ګواښ کړی و.

ټرمپ تر اوسه د ایران د دې څرګندونو په غبرګون کې تازه څه نه دي ویلي  خو په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې خورا ترینګلې شوې دي.

د همدې ترينګلو حالاتو په دوام د امریکا بي ۵۲ بم غورځوونکو الوتکو د ایران وېرولو لپاره وړمه ورځ پرفارس خلیج ګزمې کړې وې.

امریکایي چارواکو ویلي وو چې دا ایران ته یو خبرداری دی چې د بې ځایه اقدام په صورت کې به د امریکا له سختو بریدونو سره مخ شي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d8%a8%d9%8a-%db%b5%db%b2-%d8%a8%d9%85-%d8%ba%d9%88%d8%b1%da%81%d9%88%d9%88%d9%86%da%a9%d9%88-%d8%a7%d9%84%d9%88%d8%aa%da%a9%d9%88-%d8%af-%d8%a7%db%8c%d8%b1/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب