دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeمقالېدوه زره شلم کال| ذبيح الله خورشيدى

دوه زره شلم کال| ذبيح الله خورشيدى

افغانان هر کال په هېواد کې د سولې او ثبات په هيلو او تموپيلوي، خو له بده مرغه چې هېواد کې د حاکمې جګړې له امله دې ارمان ته لا نه دي رسېدلي.

اوس دادى د دوه زره شلم کال په پوره کېدو د طالبانو خلاف د امريکا او ناټو په مشرۍ جګړه د افغانانو ترمنځ دوام لري.
٢٠٢٠ کال کې په ټوله دنيا کې د کرونا طبيعي افت راغى چې په سياست يې منفي اغېز درلود په دې مانا چې هم يې عادي سياست ته زيان واړوه او هم ترې حکومتي چارواکو ناوړه ګټه پورته کړه.

د خلکو حقوق ور نه کړل شول د کرونا په نامه يې عادي مذاکرات ،سولې مسايل يې تر سيوري لاندې راوستل.

د اميدونو کال

افغانانوهيله درلوده چې دوحه کې خبرې ژر پايله ورکوي او اوربند ټينګېږي او دوى بلاخره هېواد کې د تېرو ٤٠ کلونو جګړې د پاى شاهدان وي.

ښه مسله داوه چې په دې کال کې د جګړې اړخونه مخامخ خبرو ته کېناستل. امريکا طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړ او حکومت ورسره خبرو ته ناست ده چې کومې پايلې ته ونه رسېدل.

د ناهيليو کال

په دې مانا چې تاوتريخوالى په نوي شکل دوام پيدا کړ ولسي مرګ ژوبله خورا زياته شوه حکومت او مخالف لوري ډېر زيان وليده او دواړو خواته مرګ زياته شوه، هدفي وژنې د مهمو سياسي څېرو، خبريالانو او د مدني ټولنې د غړو جدي اندېښنې راپورته کړې.

په سياسي لحاظ نوې جالبې لوبې پيل شوې د مصالحې عالي شورا جوړه شوه ،د طالبانو سره د خبرو لپاره مرکچي ډله رامنځ ته شوه
ولسمشر غني او عبدالله د يوې څوکۍ لپاره لوړه وکړه چې وروسته حکومت په نوې بڼه ووېشل شو ولې د هوکړې له مخې عبدالله داځل اجرايوي صلاحيت نه لري.

جنرال دوستم ته د پوځ ترټولو لويه رتبه۔  مارشالي ورکړل شوه  او د ولسمشر لومړى امرالله صالح په کې د کابل پوليس مشر شو
دا په کورني اړخ کې مهم بدلونونه ول.

بهرنى اړخ

په بين المللي اړخ کې له بده مرغه دنيا سره هغه تعامل چې مخکې درلود ورو ورو تخريب شو.

يوه جدي همغږي د افغانستان د سولې په برخه کې د ګاونډيانو او بين المللي لوبغاړو  سره رامنځ ته نه شوه نو په دې اساس ويلى شو هر افغان چې وژل کېږي ښه کال نه ده.

اقتصادي پراختيا سولې او جګړې لپاره د اجماع نه شتون هغه څه دي چې ملموسې پايلې يې نه درلودې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب