دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د څیړنېزو رپورټونو د کمښت لامل | عبدالرحمن درمان

د څیړنېزو رپورټونو د کمښت لامل | عبدالرحمن درمان

که نن ورځ کوم هیواد پرمختګ کړي نوسترلامل یی رسنۍ دي، یعنې رسنۍ توانېدلي دی چې دعامووګړو اذهان اوافکار کنټرول کړی، په هغوهیوادونو کې چې ډیموکراسی په پوره توګه حاکمیت ولری اوقانون دټولو لپاره یوشان وي نورسنۍ څلورم ځواک بلل کیږی.
په دې تیرو څومیاشتو کې هیواد کې بوږنونکې پیښې وشوی، ولس اوحکومت غبرګونونه وښودل، دوه درې ورځې درسنیو دسر ټکې شول، هرې رسنې ته خبر یا رپوټ جوړ کړو لیکن دپیښو علت کومې رسنۍ پیدا نه کړو چې داپیښه چاوکړه؟ ولې ېی وکړه؟ دداسې پیښو رامنځته کیدلو موخې څه دی؟
په دې مقاله کې دڅیړنیزو راپورونو دکمښت په لامل په لنډه توګه غږیږو.
نامسلکیتوب‌:
‌‌دلته ډیرشمیر درسنیو کارونکې غیری مسلکې کسان دی که چاته دپښتو پنځه یاګانې هم زده وی نو هغه هم خبریال دی ځینو نورو شپږمیاشتنۍ دخبریالۍ کورس ویلې هغه هم خبریال دی، ترټولو ستر مشکل یی همدا دی ځکه چاچې دتحقیقې ژورنالیزم نوم اوریدلې نه وي نوهغه به تحقیقې رپوټ څنګه ولیکي؟
ویره اوجنګ:
که چیرته یوه رسنۍ مسلکې خبریالان هم ولری اودتحقیقې رپوټ په لیکلو کې ښه تجربه هم ولری خوبل ستر خنډ یې ویره ده ځکه دلته دټولیزو رسنیو قانون شته خوعمل یی نشته یعنی حکومت اودولت تردامهاله دخبریالانو ملاتړ نه دی کړی، ددې سره سره جنګ هم دې چې درسنیو مسؤلین نه غواړی چې دغه شان رپورټونه جوړ کړی ځکه ددې رپورټ ځانګړنه سلامت اوملامت ولس ته ښودل دی نو چې پټې خبرې افشا کیږي نو خامخا ګواښونه به وی.
ګوندیزې رسنۍ:
ډیري رسنۍ صرف دخپل ګوند خبرونه اود ګوند هره غونډه په ژوندې بڼه خپروی خودمظلوم داواز اوچتولو ته یی ملا ماته وی ددې رسنېو شمیر په دې ورستېو کې بې حده ډیر شوه.
ټولنیز مسؤلیت:
خبریالې کسب اوکار نه دی بلکې دټولنې دوګړو ضرورت دی اوهرهفه څوک چې دټولنیز مسؤلیت احساس ونه لری خبریال کیدای نه شی، چې له بده مرغه خبریالې دلته دپیسو اوشهرت ترلاسه کولو یوه وسیله ګرځېدلې ده اوډیر په کمه اندازه ځینې خبریالان اوس هم شته چې دا احساس ولری.
لګښت او وخت:
دحقیقت موندل اسانه کار نه دی اونه په لږ وخت اوپه کم لګښت یوحقیقت پیدا کیږی چې بدبختانه دلته هرورځ یوخبریال باید یو رپوټ رسنېو ته ولېږی اونه رسنۍ دومره امکانات یوخبریال ته ورکوی.
په نوروهیودانو کې تحقیقې ژورنالیزم یوه څانګه بلل کیږی ددې لپاره چې خبریال دقاچاق، قتل، جنګ، اونورو اجتماعې اوسیاسی حقیقتونو څخه پرده پورته کړی چې ولس ته غل اومل معلوم شی، هرڅوک چې ښه رپوټ جوړ کړی نوهغې ته دکال دغوره خبریال جایزه ورکوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب