دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+آيرلينډ لوبو ته چمتو ده خو، آفغان لوبډله لا نه ده اعلان...

آيرلينډ لوبو ته چمتو ده خو، آفغان لوبډله لا نه ده اعلان شوې

تاند ( شنبه، د جدي ۱۳) ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان دکرکټ د ملي لوبډلې او آیرلینډ ترمنځ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره شي.

که څه هم د آیرلینډ لوبډلې مخکې له مخکې دې لوبو ته لوبډله اعلان کړې او په چمتووالي بوخته ده خو افغان کرکټ بورډ لا په دې نه دی توانېدلی چې د خپلې لوبډلې نوملړ اعلان کړي.

تازه د افغانستان کرکټ بورډ مسوولانو ویلي چې دوی به نن خپله لوبډله د آیرلینډ پر وړاندې لوبو ته اعلان کړي.

دا لوبې چې ټاکل شوې د جنورۍ په ۱۸ مه پيل شي افغان کرکټ بورډ به له دې وروسته ورته لوبډله اعلانوي بیا به لوبغاړو ته ویزې اخلي اومتحده عربي اماراتو ته به ورځي.

د کرکټ د چارو شنونکي بیا په دې برخه کې پرکرکټ بورډ سختې نيوکې کوي.

دوی وایي چې آیرلینډۍ لوبدله ښه چمتو ده او آفغان لوبډله لا اعلان شوې نه ده نو څنګه به دوی د آیرلينډ پر وړاندې ښه ولوبېږي.

د کرکټ شنونکي دا ډول ځنډني اقدامات د افغان کرکټ په زیان بولي.

دوی وایي له یوه لوري د کورونا د دوهمې څپې بندیزونه او بل لورته د افغان کرکټ بورډ ځنډنۍ پرېکړې به ښايي د دې لامل شي چې افغان لوبډله له لوبو پاتې شي.

د یادونې ده چې ټاکل شوې د آيرلینډ او افغانستان ترمنځ د جنورۍ د اتلسمې او درویشتمې نېټې ترمنځ د ابوظبۍ په شېخ زاید لوبغالي کې یو ورځنۍ نړېوالې لوبې ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب