جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد خبریالانو ملاتړ ټولنې؛ رسنۍ دې د حکومت خبرونه ۳ ورځو لپاره...

د خبریالانو ملاتړ ټولنې؛ رسنۍ دې د حکومت خبرونه ۳ ورځو لپاره تحریم کړي

تاند (شنبه، د جدي ۱۳) د خبریالانو د ملاتړ ټولنو په غور کې د یو خبریال بسم الله عادل د وژل کېدو په غبرګون کې له خبریالانو غوښتي دي چې د ۳ ورځو لپاره دې د افغان حکومت خبرونه نه خپروي.

د خبریالانو د دفاع کمېټې مشرعبدالمُعید پرنړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بې پولې خبریالانو پر ټولنې غږ کړی چې په افغانستان کې د خبریالانو د هدفي وژنو پر ضد غږ پورته کړي.

بل لورته د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د خبریالانو پر وړاندې د دې وضعیت پر دوام اندېښنه ښودلې.

د دې کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر تېرماښام پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي ۲۰۲۱ میلادي کال هم د دوو فعالانو په ترور پیل شو.

د نوموړې په وینا دا هدفي وژنې د دې لپاره کېږي چې د افغانانو روحیه مړه او خپلواک اوازونه غلي شي.

د حکومتي خبرونو د تحریم غوښتنه داسې مهال کېږي چې تازه تېره ورځ د غور غږ راډیو مسوول او خبریال بسم الله عادل په یوه وسله وال بريد کې ووژل شو.

د معلوماتو له مخې دا په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې پر خبریالانو د هدفي بریدونو پنځم برید دی.

په داسې حال کې چې تېر۲۰۲۰ م کال د نړۍ لپاره له بېلابېلو ستونزو سره مخ کال و، د افغانستان له رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه دا کال د افغان خبریالانو لپاره یو خونړی کال یادوي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی وايي، په دې کال کې۱۱ خبریالان وژل شوي دي.

نوموړی له حکومت څخه غواړي چې په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.

دغه راز د بې پولې خبریالانو سازمان په کلني راپور کې افغانستان په نړۍ کې له پینځو هغو هېوادونو دی چې زیات خبریالان په کې وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب