Home+راشد خان ته ستر دولتي مډال ورکول کېږي

راشد خان ته ستر دولتي مډال ورکول کېږي

تاند (شنبه، د جدي ۱۳) د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې وايي چې، ولسمشر غني د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته سپارښتنه کړې څو د کرکټ ملي ټيم لوبغاړي راشد خان ته د هغه د وروستيو لاسته راوړنو له امله د ستر دولتي مډال د ورکړې لړۍ ژر بشپړ کړي.

کرکټ بورډ وايي چې یاد مډال به د ولسمشر له لوري د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې راشد خان ته ورکړل شي.

راشد خان هم تېره ورځ په یوه ټوېټ کې له ولسمشر نه مننه کړې وه چې د ده هڅې یې ستایلي.

راشدخان ته د دې مډال د ورکړې حکم داسې مهال صادرېږي چې تازه یې د لسیزې غوره لوبغاړو کې د افغانستان بیرغ لوړ کړی او نوم یې پکې راغلی دی.

راشد خان اوسمهال د نړۍ په ستر مشهور سوداګریز لیګ بېګ باش کې لوبېږي.

هغه تازه د سټار سپورټس له لوري برابرې شوې الټایمېټ سیالیو کې هم اتلولي ګټلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...