Homeخبرونهولسمشر غني راشد خان ته مډال ورکوي

ولسمشر غني راشد خان ته مډال ورکوي

تاند(شنبه،د جدي ۱۳) د افغانستان کرکټ بورډ وایي، ولسمشر محمد اشرف غني راشد خان ته د ستر دولتي مډال د ورکړې حکم ورکړ.

د افغانستان د کرکټ بورډ په وړاندیز او د ولسمشر د ځانګړي حکم له مخې ټاکل شوې د ملي لوبډلې وتلي ستورې راشد خان ته ستر دولتي مډال ورکړل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، ولسمشرغني د چارو ادارې ته سپارښتنه کړې ترڅو د کرکټ نړیوالې شورا له لورې د ملي اتل راشد خان د وروستیو سترو لاسته راوړنو او ویاړونو له امله هغه ته د ستر دولتي مډال د ورکړې لړۍ ژر تر ژره پیل کړي.

دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وتلی ستوری راشد خان څو ورځې وړاندې د کرکټ د نړیوالې شورا له خوا په شل اوریزو لوبو کې د تېرې یوې لسیزې تر ټولو غوره لوبغاړی اعلان شو.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځلانده ستوری راشد خان چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د نړۍ په کچه د افغانستان لپاه لوبې کوي، د نوموړي دغه مقام ټوله نړۍ ګوته په غاښ کړې چې راشد خان وکولای شو په پنځو کلونو کې د تېرې یوې لسیزې غوره لوبغاړی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...