جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنړیوالو رسنیو افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې اوسنی وضعیت د...

نړیوالو رسنیو افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی

تاند (شنبه، د جدي ۱۳) یو شمېر نړیوالو رسنیو په افغانستان کې د خبریالانو پر وژل کېدو او هدفي بریدونو اندېښنه ښودلې ده.

دوی داسې مهال دا اندېښنه ښیي چې تېره ورځ په غور کې د غورغږ راډیو مسوول او خبریال په یوه هدفي برید کې ووژل شو.

په دې پېښه په کور د ننه او بهر غبرګونونه راپورته شوي دي.

ګڼو نړیوالو رسنیو دا پېښه غندلې ده او د خبریالانو د ملاتړو پر نړیوالو بنسټونو یې غږ کړی چې، په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره اقدام وکړي.

دې هېل نشریه لیکي《 دا په څه باندې یوه میاشت کې پنځم خبریال دی چې په افغانستان کې په هدفي بریدونو کې وژل کېږي》

سرچینې لیکلي دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده او باید مخنیوی یې وشي.

بل لورته افغان خبریالان هم له حکومت غواړي چې ژر تر ژره دې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره اقدام وکړي.

تازه افغانستان کې د خبریالانو ځینو ملاتړو بنسټونو پرېکړه کړې چې تر درېیو ورځو به د حکومت اړوند راپورونه نه خپروي.

کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي، راس وېلس هم غور ولایت کې د غور غږ راډیو د مسوول، بسم الله عادل ایماق وژنه غندلې.

نوموړی وایي د بیان پر آزادي او هغه چا دې بریدونه نور پای ته ورسیږي چې د خلکو غږ تر نورو رسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب