جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبریتانیا په مکمله توګه له اروپايي ټولنې جلا شوه

بریتانیا په مکمله توګه له اروپايي ټولنې جلا شوه

تاند(شنبه، د جدي ۱۳) بریټانیا د ۲۰۲۱ کال تر پیل یو ساعت وړاندې د ګرینویچ پر وخت د شپې پر ۱۱ بجو د اروپايي ټولنې پر قوانینو عمل کول پای ته ورسول او پر ځاې يې دې ټولنې سره د سوداګری، کډوالی، تګ راتګ او امنیتي همکاریو نوي قوانین نافذ شول.

د بریټانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د بریګزیټ (له اروپایي ټولنې د بریټانیا جلا کیدل) تر بشپړیدو وروسته وویل، هیواد یې تر دې وروسته د خپلو چارو د جلا او ښه ترسره کیدو لپاره د ګام اخیستلو آزادي لري.

په دې تړاو د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل، چې بریټانیا به د اروپايي ټولنې ملګری او متحد پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بریټانیا ولس د ۲۰۱۶ کال په ټول پوښتنو کې له اروپايي ټولنې بیلتون ته رایه ورکړې وه او سره له دې چې دا هیواد د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۳۱ له اروپايي ټولنې ووت خو له دغه بلاک سره يې د راتلونکو اړیکو د څرنګوالي په اړه د هوکړې د نشتوالي له کبله د ۲۰۲۱ کال تر پیلیدو مخکې د اروپايي ټولنې قوانین عملي کول.

په راپور کې راغلي، بریټانیا او اروپايي ټولنه د تعین شوې وخت څخه مخکې پر برګزیټ هوکړې ته رسیدلي نو د بریټانیا او اروپایي ټولنې ترمنځ سوداګري کیداې شي د مالیاتو له لوړیدو پرته دوام ومومي.

راپور کې یې زیاته کړې ده، بریټانیا په ۲۰۱۶ کال له اروپايي ټولنې بیلتون ته رایه ورکړې وه او د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۳۱ رسما له دې ټولنې هم ووتله خو د دواړو خواو مشرانو د ۲۰۲۰ کال تر پایه وخت درلود چې د راتلونکو اړیکو او خپلمنځي سوداګرۍ پر څرنګوالې هوکړه وکړي.

راپور زیاتوي، چې راتلونکي کې ستر بدلونونه راتلی شي که څه هم دواړو خواوو پر سوداګرۍ هوکړه وکړه خو د اروپايي ټولنې او بریټانیا ترمنځ به تګ راتګ، کار او د ژوند څرنګوالی بدلون ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب